"ملېشه ډلې باید افغان امنیتي ځواکونو کې مدغم شي"

د خپريدو وخت: 05:15 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

تېرو ۱۱ کلنو کې په افغانستان کې مېشتو ایتلافي ځواکونو داسې وسله و ال قطعات جوړ کړي، چې افغان ځواکونه یې نه له کړنو او نه هم له شمېره خبر لري. ایمل فیضي

د افغانستان دامنیت شورا یو لوړ پوړی حکومتي پلاوی ټاکلی، چې غواړي په راتلونکو دریو میاشتو د حکومت له چوکاټه د باندې د ایتلافي ځواکونو له خوا جوړ شوي وسله وال قطعات یا لغو کړي او یا یې هم له افغان ځواکونو سره یوځای کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دغه پلاوی به په راتلونکو دریو میاشتو کې له ایتلافي ځواکونو سره په ګډه د هغو قطعاتو شمېر او ځای مالوموي چې د افغانستان دملي ځواکونو له چوکاټه د باندې بهرنیانو جوړ کړي دي.

د امنیت شورا داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې په دې وروستیو کې میدان وردګ ولایت کې د کمپاین په نوم د خپلو سرو وسله والو له کړنو خلکو شکایتونه کړي دي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وايي، په تېرو ۱۱ کلنو کې په افغانستان کې مېشتو ایتلافي ځواکونو داسې وسله و ال قطعات جوړ کړي، چې افغان ځواکونه یې نه له کړنو او نه هم له شمېره خبر لري.

کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له ایمل فیضي سره د امنیت شورا د دغې پرېکړې په اړه مرکه کړې او په سر کې ښاغلي فیضي د پرېکړې د جزییاتو په اړه وویل.

"د تېرو کلونو په اوږدو کې اییتلاف ځواکونو یو لړ ملېشه ډوله ډلې جوړې کړې، چې د اییتلاف تر قوماندې لاندې کار کوي. دوی په ځینو مواردو کې خپل سري عملیات تر سره کوي. د دغه ډول ډلو د تثبیتولو او ادغام په خاطر جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي امر کړی، چې د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په مشرتابه یو باصلاحیته پلاوی د دریو میاشتو په موده کې د دې موضوع په اړه له اییتلاف ځواکونو سره خبرې وکړي. چې په همدې موده کې دغه ډول ټولې وسله والې ډلې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره یو ځای او تثبیت شي."

د ولسمشر کرزي د دې پرېکړې په اړه امریکا کې مېشت د افغانستان د چارو شنونکی شېرجان احمدزي بي بي سي ته وویل:

"د امنیت شورا داسې مهال دغه پریکړه کوي، چې په دې وروستیو کې میدان وردګ ولایت کې د کمپاین په نوم د خپلو سرو وسله والو له کړنو خلکو شکایتونه کړي دي."

د ځانګړو ملېشو او قطعاتو په باره کې د افغانستان حکومت د تېرو څو کلونو په اوږدو کې سخت غبرګونونه څرګند کړي. د ښاغلي احمدزي په وینا د افغانستان د حکومت اوسنی دریځ درې عمده لاملونه لري، چې لومړی هغه یې له امریکا سره په تروریزم ضد جګړه کې د هدفونو پر سر د افغان حکومت ژور اختلاف دی، دویم د سولې لپاره کورني سیاسي فشارونه او دریم هم د افغانستان ولس ته دا ښوول دي، چې ګواکې افغانستان کې افغان حکومت حاکم دی او دا چې هر راز پرېکړه کوي او د هغې د عملي کولو وس هم لري."

خو د ښاغلي احمدزي په وینا امریکایان په دې باور دي، چې افغانستان کې له تروریزم سره په جګړه کې دغه ملېشې او ځانګړي ځواکونو کارول د دوی لپاره یو لویه وسله ده او له همدې امله به د امریکا حکومت له افغان چارواکو سره دغه پرېکړه په اسانه و نه مني او د ستونزو د هواري لپاره به دریمګړې لار ومومي، خو ښاغلي احمدزي زیاته کړه، له وخت سره به معلومه شي، چې دغه پرېکړه څه ډول عملي کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .