افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب غواړي

د خپريدو وخت: 18:52 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

افغانستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې هڅه کوي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي افغانستان هڅه کوي چې د روان میلادي کال تر پایه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.

چارواکي وايي د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې بشپړ غړیتوب افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابروي.

افغانستان اوس په دغه سازمان کې د ناظر غړي په توګه برخه لري او له ۲۰۱۴ کال څخه وړاندې د دې سازمان غړیتوب له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام سره د پام وړ ارزښت لرلای شي.

افغانستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې هڅه کوي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند وحید الله غازي خیل وايي د دغه سازمان د بشپړ غړیتوب لپاره د قوانینو د تعدیل په ګډون زیاته برخه کارونه ترسره شوي او تمه ده چې د روان ۲۰۱۳ کال تر پایه افغانستان د دې سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي.

د نوموړي په وینا د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو ( ټوله پروسه ) تکمیل شوې او د دې پروسې لږه برخه پاتې ده چې باید بشپړه شي.

ښاغلي غازي خیل زیاته کړه چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د بشپړ غړیتوب په تر لاسه کولو سره به افغانستان وکولی شي د دغه سازمان له ۱۵۷ غړو هېوادونو سره راکړه ورکړه وکړي.

افغانستان د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر میاشت کې د نړیوال سوداګریز سازمان د ناظر غړي په توګه د دغه سازمان په غونډو کې برخه اخلي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .