افغان ترک دوستي ۹۲ کلنه شوه

د خپريدو وخت: 13:41 گرینویچ - 03 مارچ 2013 - 13 کب 1391

په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان او ترکیې په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیسل شوې ده. زلمی رسول

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستۍ معاهده چې په ۱۹۲۱ میلادي کال کې د هغه مهال د افغان پاچا اعلیحضرت امان الله خان او مصطفی کمال اتاترک ترمنځ لاسلیک شوې وه، نن (د مارچ ۲۱) یې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې لمانځنه وشوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په دغې لمانځغونډه کې د ترکیې له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان او ترکیې په اړيکو کې یوه نوې پاڼه پرانیستل شوې ده.

"په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان او ترکیې په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیسل شوې ده. ترکي سرتېري د نړیوالو ملګرو ترڅنګ د سولې راوستو په برخه کې د پام وړ هڅې کوي. د ترکیې د پي ار ټي یا ولایتي بیا رغوونې ډلې په میدان وردګو او جوزجان ولایتونو کې د پام وړ کارونه کړي. د دې ترڅنګ ترکیه د افغان پولیسو او پوځ په روزنه کې او دغه راز د افغان ناروغانو د درملنې په برخه کې د پام وړ کارونه کړي."

په دغه غونډه کې د افغانستان د کابینې یو شمېر وزیرانو، ولسي استازو او بهرنیو ډیپلوماتانو ګډون کړی و.

په کابل کې د ترکیې سفیر بسات اوزترک وايي، هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي خو ډېر تمرکز یې د پوهنې او روغتیا په برخو دی.

"تاسې نن په دې پروګرام کې د دې شاهدان یاست چې د ترکیې مرستې ۹۲ کاله وړاندې پیل شوې وې، هغه مهال چې بل چا مرستې نه کولې او که ۹۲ کاله وروسته هېڅوک هم افغانستان سره نه وي، نو ترکیه به وي.

موږ د روغتیا او پوهنې په برخو کې مرستې ته ډېر پام کوو، موږ سلګونه ښوونځي جوړ کړي، هر کال ۵۰۰ پولیس د زده کړه لپاره ترکیې ته استوو، ۵۰۰ زده کوونکي هم د لوړو زده کړو لپاره استوو، او ۲۵۰ ناروغان هم هر کال ترکیې ته د درملنې لپاره استوو."

"تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي د ترکیې د انرژۍ وزیر تینر یالدر سره په لیدنه کې له هغې غوښتي و چې ترکي پانګه وال دې افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي د ترکیې د انرژۍ وزیر تینر یالدر سره په لیدنه کې له هغې غوښتي و چې ترکي پانګه وال دې افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

ښاغلي کرزي په هغې ناسته کې ویلي و چې په افغانستان کې د ترکیې پانګونه د دواړو هیوادونه په ګټه ده او د کانونو وزیر ته یې دنده سپارلې وه چې په دغه هیواد کې د ترکي پانګه والو د پانګونې لپاره مناسبه اډانه رامنځ ته کړي.

ترکیې په تېرو لسو کلونو له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې، د پولیسو او اردو د روزنې او بیا جوړونې په برخو کې سلګونه میلیونه ډالره مرسته کړې او نږدې دوه زره سرتېري یې د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان به بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي، خو په جګړه کې ښکېل نه دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .