بې درکه شوروي پوځي هرات کې موندل شوی

د خپريدو وخت: 08:40 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

شیخ عبدالله د ثمرقند اوسېدونکی و.

هرات ولایت کې د شوري اتحاد هغه پخوانی پوځي ۳۳ کاله وروسته ژوندی موندل شوي، چې پر افغانستان د شوري یرغل پر مهال بې درکه شوی و.

د روسیې د خبري اژانس (ار ای اې) په راپور کې ویل شوي، چې نوموړی پوځي ځان د شیخ عبدالله په نوم یادوي. یاد پوځي د شوروي د پخوانیو پوځیانو سازمان موندلی.

نوموړی د ۱۹۸۰ کال په یوه نښته کې ټپي شوی و او ځايي اوسېدونکو ورسره ‌طبي مرسته کړې وه. د پخوانیو شوروي پوځیانو د کمیټي مشر ویلي، شیخ عبدالله د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې اوسي.

د یادې کمیټۍ مسوولین وايي اوس هم افغانستان کې ۲۶۴ شوروي پوځیان بې درکه دي، چې نیمايي یې روسیان دي.

"د یادې کمیټۍ مسوولین وايي اوس هم افغانستان کې ۲۶۴ شوروي پوځیان بې درکه دي، چې نیمايي یې روسیان دي."

د دوی په وینا له افغانستانه د شوري پوځیانو له وتلو لس کاله وروسته ۲۰ بې درکه پوځیان وموندل شول، چې ۲۲ یې بېرته خپل هېواد ته ستانه شول، خو ۷ کسانو افغانستان کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.

شیخ عبدالله د ثمرقند اوسېدونکی و. نوموړي واده کړی و، خو مېرمن یې مړه شوې او اولاد یې نه درلود. د کمیټۍ مرستیال وايي د شیخ عبدالله لاسونه او پښې رېږدي، اوس یې هم په ازبکستان کې خپل مېشت ځای او د خپلو خپلوانو نومونه یاد دي. د دوی په وینا شیخ عبدالله په روسي ژبه پوهېږي، خو ویل یې ورته ډېر ګران دي.

۔

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .