پاتې امنیتي کمپنۍ به "۲ اوونیو" کې وتړل شي

د خپريدو وخت: 17:23 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

خصوصي امنیتي شرکتونه تر ډېره د بهرنیو ډېپلوماتیکو مرکزونو او ودانیو امنیت ساتي.

افغان دولت وايي، په راتلونکو دوو اونیو کې به پاتې خصوصي امنیتي شرکتونه وتړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه ۲۶ خصوصي شرکتونه به د راتلونکي لمریز کال تر پیله وتړل شي، چې په امنیتي برخه کې فعالیت کوي.

دغه شرکتونه تر ډېره د بهرنیو ډېپلوماتیکو مرکزونو او ودانیو امنیت ساتي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو ځایونو د امنیت ساتلو لپاره به د عامه نظم پولیس وګمارل شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې ټولټال ۵۷ خصوصي امنیتي شرکتونو فعالیت کاوه، چې له دې ډلې ۲۱ یې د ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ پخوا او ۲۶ نور به یې په راتلونکو دوو اونیو کې منحل شي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند محمد نجیب دانش وايي، چې ډېری دغه شرکتونه د بهرنیو ډېپلوماتیکو بنسټونو امنیت ساتي چې د روان لمریز کال تر پایه به له منځه ولاړ شي.

"د ولسمشرۍ د هغه فرمان پر بنسټ چې یوه برخه یې د کورنیو چارو وزارت ته راجع ده، د خصوصي امنیتي شرکتونو منحل کېدل وو، چې له نیکه مرغه پر هغې کار پیل شوی. د ۵۷ شرکتونو له ډلې ۲۱ یې منحل شوې دي او ټاکل شوې ده، چې د دوی پاتې ۲۶ شرکتونه د ۱۳۹۱ کال تر پایه یا د ۱۳۹۲ کال تر لومړیو په بشپړ ډول منحل شي."

ښاغلي دانش همداراز زیاته کړه، چې د دغو شرکتونو پر ځای به د افغان پولیسو د عامه نظم کارکوونکي د یادو ځایونو د امنیت د خوندي کولو لپاره وګومارل شي.

د کورنیو چارو وزارت په خبره د دغو شرکتونو هغه کارکوونکي چې غواړي د افغان پولیسو لیکو ته ورشي، که ټاکلي شرایط پوره کړي، دوی به یې په خپلو ادارو کې جذب کړي.

د ښاغلي دانش په وینا دوی تر اوسه د پخوانیو خصوصي امنیتي شرکتونو ۱۷۰۰۰ کارکوونکي په خپلو لیکو کې ځای پر ځای کړي دي.

په ۲۰۰۹ کال کې د ټاکنیزې مبارزې پر مهال د افغان ولسمشر حامد کرزي یوه مهمه ژمنه دا وه، چې خصوصي امنیتي کمپنۍبه له منځه یوسي.

ښاغلي کرزي ویلي و دغه شرکتونه په یوه متوازي امنیتي سیستم اوښتي او د افغان ځواکونو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .