"ترهګري باید د افغانانو ژوند اغېزمن نه کړي"

د خپريدو وخت: 15:26 گرینویچ - چارشنبه 06 مارچ 2013 - 16 کب 1391

افغانستان ته د برتانیا د دغې لوړپوړې چارواکې د سفر موخه له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د دغه هېواد د اوږد مهالو مرستو د ژمنو تازه کول ښوول شوې دي.

د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا لپاره د برتانیا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره وايي، په افغانستان کې به پخوانۍ تېروتنۍ بیا نه تکراروي.

بارونس سعیدې وارسي کابل ته په خپل سفر کې له افغان چارواکو، سیاسي ډلو او مدني ټولنو سره له ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل هېواد پر ژمنو خبرې کولې.

نوموړې وايي، هېواد یې هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پرمختګ کې مرسته وکړي.

افغانستان ته د برتانیا د دغې لوړپوړې چارواکې د سفر موخه له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د دغه هېواد د اوږد مهالو مرستو د ژمنو تازه کول ښوول شوې دي.

د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا لپاره د برتانیا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې بارونس سعیدې وارسي بي بي سي ته په مرکه کې وویل، دا ځل به افغانستان یوازې نه پرېږدي.

"زه فکر کوم، هغو کارونو ته په پام سره، چې نړیوالې ټولنې او افغان حکومت په افغانستان کې کړي، دغه هېواد به یو ځل بیا د نړیوال ترهګرو په خوندي ځای بدل نه شي، چې برتانیا او نورې نړۍ ته ګواښ پېښ کړي. خو بې له شکه دغه موضوع موږ ته هم مهمه ده، چې ترهګري باید د افغانانو ژوند اغېزمن نه کړي ځکه په افغانستان کې امنیت، ثبات او د خلکو ښه راتلونکې زموږ لپاره هم مهمه ده. د همدې لپاره موږ او تاسې قرباني ورکوو او سره ژمن یوو او دارنګه به زموږ روابط هم همداسې دوام پیدا کړي او له ۲۰۱۷ کال پورې هر کال افغانستان سره ۲۵۰ میلیون پونډه مرستې ته دوام ورکوو."

اغلې وارسي د هغو اندېښنو په اړه چې ګواکې له ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان بې ثباته شي، وویل نړیواله ټولنه اوس دې پایلې ته رسېدلې، چې افغانستان به بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي.

"موږ په ډاګه اعلان کړی، چې پخوانۍ غلطۍ به بیا نه تکراروو او افغانستان به بیا یوازې نه پرېږدو. په دې برخه کې موږ قوي ژمنې کړې دي. دغه ژمنې هم د ځواکونو د روزنې په برخه کې او هم به په مالي ډول وي. دغه مرستې به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم روانې وي. افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی، چې نړیوالې ټولنې ور سره په پراخه کچه د مرستو ژمنه کړې ده او د مرستو دغو ژمنو ته به نړیواله ټولنه په راتلونکې کې هم دوام ورکړي."

له نوموړې مو وپوښتل، چې ایا په پاکستان کې فرقه ییزې تاوتریخوالي خو به په سیمه کې بې ثباتي نه رامنځ ته کوي؟

"زه فکر کوم، پاکستان په خپله پوله کې له ترهګرۍ سره په تړاو له لویو ننګونو سره مخامخ دی او په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله ډېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا رنګه په پاکستان کې توکمیزې او مذهبي شخړې هم ډېرې دي. خو ښه خبره دا ده، چې په پاکستان ټولې مذهبي او سیاسي ډلې، حکومت او محکمې دغه کړنې غندي او وايي دا د پاکستان د خلکو ارمان نه دی."

اغلې وارسي وايي، هڅه کوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پرمختګ کې مرسته وکړي.

نوموړې وویل، په دې باوري ده، چې افغانستان او پاکستان دواړه په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ژمن دي.

"د برتانیا، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډو کې د سولې د پروسې په پرمختګ باندې خبرې وشوې. خو موږ یوازې د افغانستان او پاکستان یو ملګری هېواد یو او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ باید اړیکې جوړې شي. زه فکر کوم، د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د نظرونو تبادله یو مثبت ګام دی او اړیکې لا پياوړې کولای شي. بې له شکه چې د سولې د پروسې مشري باید همدغه هېوادونه وکړي چې په سم ډول سوله او ثبات په کې حاکم شي. خو زما له انده، چې په درې اړخیزونو غونډو کې برخه اخلم، دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان د پخلاینې او د سولې بهیر لپاره یو بل ته ژمن دي. نو زه فکر کوم، چې د دواړ هېوادونو خلک سولې، ثبات او مثبتو اړیکو ته لیواله دي."

د برتانیا دغه لوړ پوړې چارواکې وايي، له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل په دې مانا نه دي، چې ګنې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ماموریت پای ته رسېږي.

بلکې د نوموړې په وینا له ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان سره د نړۍ د مرستو نوې پاڼه پرانیستل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .