برتانيا له افغان کان ایستنې سره مالي مرسته کوي

د خپريدو وخت: 04:29 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391

چينايي او هندي کمپنيو وار د مخه په دې برخه کې ځينې قرارداودونه ترلاسه کړي دي.

په رڼه ډول په افغانستان کې د کانونو د قراردادونو د کېدو لپاره برتانيا له يوه نوي پروگرام مالي ملاتړ کوي.

تېر کې د ماينونو د قراردادونو په برخه کې د فساد ادعاوې شوې وي.

د برتانيا دا نوې مرسته تېرماښام ډاوننگ ستريټ کې د افغانستان د کانونو له وزير سره د کتنې پرمهال اعلان شوه چې د بي بي سي خبريال ډېوېډ لاين هم حاضر و.

افغان وزيرانو او چارواکو، لسگونو برتانوي قرارداديانو او لويو پانگه والو ته د وينا پرمهال د برتانيا لومړي وزيرډېوېډ کاميرون وويل، برتانيا وار د مخه په افغانستان کې د ټيکاو په راوستو کې ستره او ارزښتمنه ونډه اخيستې ده.

خو اوس دا هېواد غوړېدا، ودې، کار، پانگونې او شتمنۍ ته اړتيا لري.

دده په وينا، د يوه مناسب ميکانيزم له مخې د کانونو رايستنه افغانستان ته دغه شتمني برابرولی شي.

برتانوي کمپنۍ دا نه مني چې گنې پر دوى ناوخته شوى چې دې هېواد کې د کانونو رايستلو ته مخې ته کېږي.

چينايي او هندي کمپنيو وار د مخه په دې برخه کې ځينې قرارداودونه ترلاسه کړي دي.

اټکل کېږي چې ددرې ترېليونو ډالرو په ارزښت سره زره، قيمتي ډبرې، اوسپنه، تېل او غاز د افغانستان ترځمکې لاندې کانونو او زېرمو کې شته.

افغانستان نه غواړي چې د ډېرو نورو هغو جگړه ځپلو هېوادونو او په ځانگړي ډول افريقايي هېوادونو ناکامه تجربه تکرار کړي، چېرې چې سترې سرچينې بې گټې وختلې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .