د ښځو په حق کې د افغان سیاستوالو دوه مخیتوب

د خپريدو وخت: 09:46 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391

ه افغانستان کې داسې سیاسي مشران ډېر لږ پیدا کیږي، چې د ښځو د ازادۍ په اړه خبرې و نه کړي، خو پر خپلو ښځو بندیزونه لګوي.

په افغانستان کې د سياسي مشرانو مېرمنې تل له سياست او ټولنيزو چارو گوښه پاتې شوې، خو د هغوى مېړونو تل د مېرمنو د ازادۍ او د هغوى د حقونو د تر لاسه کولو لپاره نارې سورې وهلې.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي، چې سياسي مشران په دغه کار سره له دوه مخيتوب نه کار اخلي، چې د دوى له نظره همدغه کار د دوى د پرمختگونو مخه ډب کړې ده.

نن سبا په کومه غونډه کې چې افغان سياستوال او يا هم سياسي مشران سره جرگه کېږي، نو تر هر څه د مخه د ښځو د ازادۍ او د هغوى د حقونو د خونديتوب په اړه خبرې کوي، په دوى کې داسې کسان ډېر کم ليدل کېږي چې هغوى د ښځو لپاره د ازاديو او د هغوى د حقونو د ملاتړ لپاره ټټر و نه وهي.

خو تر اوسه د دوى خپلې مېرمنې په دې نه دي توانېدلې، چې د خپل زړه خبره په زغرده سره ووايي او يا هم له نورو خلکو سره يو ځاى په غونډو کې راڅرگندې شي.

په دې برخه کې د شلو سياسي مشرانو سره په پر له پسې توگه اړيکي ټينگ شوي، خو هغوى نه غوښتل چې د دوى د مېرمنو سره مرکې وشي، د هغوى له ډلې یوازې درې مېرمنې چمتو شوې چې مرکه کولو ته زړه ښه کړي.

د افغانستان پخوانى ولسمشر او د ملي نجات د ډلې مشر صبغت الله مجددي چې د منځمهاله مشر په نوم هم پېژندل کېږي، هغه پخپلې سياسي مخينه کې تل د ولسواکۍ او د ښځو لپاره د حقونو د ورکولو پلوي کړې ، خو تر دې دمه داسې لږ کسان به بياموندل شي چې د ښاغلي مجددي د مېرمنې مخ يې ليدلى وي:

''زما مېرمنه چې له اوله خداى پيدا کړې په دې فکر ده چې له مستحباتو په څنگ تېره نه شي، له همدې امله هغه نه غواړي چې له چا سره مرکه وکړي او يا يې څېره څوک د ټلويزيون له هيندارې وويني، تر هغه ځايه چې اسلام حکم کړې هغه شان حجاب يې هم نه دى مراعت کړى، خو د ښځو او نارينه و تر منځ اختلات سمه خبره نه ده، که چېرته کومه مېرمن د نارينه سره خبرې اترې کوي نو بايد په کور کې بايد ځانته نه وي بايد له هغې سره يو محرم حتماً وي''.

د نورو مېرمنې

د افغانستان په ولسي جرگه کې د ننگرهار د خلکو استازې فرشته انوري وايي هغه مهال چې دغه سياسي مشران له نورو مېرمنو سره په ناسته پاسته کې ستونزه نه ويني، نو بيا ولې د خپلو مېرمنو په برخه کې دغه خبره ترېنه هېره شي.

د اغلې انوري په وينا، دوى پخپلو مېرمنو داسې بنديزونه لگوي چې ان هغوى د رسنيو سره د يوې مرکې لپاره هم نه پرېږدي.

د فرشتې ترڅنگ د ښځو د حقونو ځينې نورې فعالانې هم د دغه شان سياسي مشرانو په کړو وړو نيوکې کوي او وايي چې دغه چاره د دوى د دوه مخيتوب څرگندويي کوي، خو اغلې انوري د دې کار يو دليل دا هم گڼي چې گواکې دغه مشران نه غواړي د هغو خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي چې د مېرمنو ټولنيزې هلې ځلې ناروا گڼي.

د دغو ټولو خبرو تر څنگ ښايي ننني مشران د هغه څه نه هم په وېره کې وي چې شاوخوا يوه پېړۍ وړاندې د وخت پاچا امان الله خان له خپلې مېرمنې پړونى لرې او هغې ته يې په ټولنيزو چارو کې د نارينه وو په څېر د رغنده ونډې د اخيستنې سپارښتنه وکړه، چې ورسره هم مهاله د مذهبي ډلو غصه يې راوپاروله او ان تر دې چې هغه يې له واکه هم گوښه کړ.

ښايي له دې امله ننني سياستوال هم ونه غواړي چې له ورته غبرگونونو او برخليک سره مخامخ شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .