وردګو کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو امکان

د خپريدو وخت: 04:46 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391
هېګل

ښاغلي هېګل وويل:"موږ لا هم په جګړه کې يوو. افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو چاره بايد سمه ترسره شي".

د امريکا د دفاع وزير چک هېګل ويلي باور لري امريکايي چارواکي به وتوانېږي چې په وردګو کې د ځانګړيو امريکايي ځواکونو پاتې کېدو په اړه له افغان مشرانو سره د حل لار راوګوري.

افغان ولسمشر حامد کرزي امريکايي ځواکونو ته امر کړی و، چې د دوشنبې/ګل تر ورځې له وردګو ولايت ووځي.

دا امر د داسې ادعاوو پر سر شوی و، چې په ويل شوي له امريکايي ځواکونو سره ملګري افغانان د تېريو او ربړونو کړووړو کې ښکېل وو.

خو امريکايي چارواکي ټينګار کوي داسې هېڅ بېلګې نه شته چې امريکايی ځواکونه دې د ملکيانو ځورونه مې ښکېل شوي.

ښاغلي هېګل چې حلارې ته د رسېدو دغه خبرې يې د جلال اباد هوايي ډګر کې خبريالانو ته کولې، اټکل دی نن يکشنبه/اتوار له ولسمشر حامد کرزي سره پر همدې مسئله خبرې وکړي.

دا افغانستان ته د امريکا دفاع دغه نوي وزير لومړی سفر دی چې پر مهال يې پرون دوه ځانمرګي بريدونه يو په کابل کې د فاع وزارت ته څېرمه او بل خوست کې وشو، چې لږ ترلږه ۱۹ کسان يې ووژل.

چک هېګل له هغه راهيسته چې د امريکا د دفاع د نوي وزير په توګه ټاکل شوى په لومړي ځل افغانستان ته سفر پيل کړى او پلازمېنې کابل ته دوې ورځې مخکې رسيدلى چې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي هېګل وويل:"موږ لا هم په جګړه کې يوو. افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو چاره بايد سمه ترسره شي".

چک هېګل چې يوه اوونۍ وړاندې رسمآ د دفاع د وزير په توګه کار پيل کړ.

"د نبراسکا د سناتور په توګه ښاغلي هېګل له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې څلور ځله افغانستان ته سفر کړى دى خو د دفاع د وزير په توګه يې دا لومړۍ ليدنه ده."

ښاغلي هېګل په سفر کې ورسره ملو خبريالانو ته وويل چې دى به په افغانستان کې له ولسمشر کرزي سره ويني او د وردګو له ولايت څخه د امريکايي کامنډو ځواکونو د ايستلو پر امر به ورسره خبرې کوي.

امريکايي وزير دا ونه ويل چې ښاغلي کرزي ته څه پيغام لري.

افغان ولسمشر په وردګو ولايت کې تر هغه وروسته د امريکايي ځانګړو ځواکونو د ايستلو امر وکړ چې د شکنجې او بد چلند ادعاوې وشوې.

د نبراسکا د سناتور په توګه ښاغلي هېګل له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې څلور ځله افغانستان ته سفر کړى دى خو د دفاع د وزير په توګه يې دا لومړۍ ليدنه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .