د کانکور د پایلو ضد لاریون

د خپريدو وخت: 13:16 گرینویچ - شنبه‬ 09 مارچ 2013 - 19 کب 1391

د تېر کانکور مردودې پایلې

په کابل کې د مدني ټولنې غړو او لسګونو نورو ځوانانو د کانکور د اعلان شویو پایلو پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره چیانو ادعا کوله، چې په سږني کانکور کې پراخې درغلۍ شوې دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په کابل کې د مدني ټولنې غړو او لسګونو نورو ځوانانو د کانکور د اعلان شویو پایلو پر ضد مظاهره وکړه. مظاهره چیانو ادعا کوله، چې په سږني کانکور کې پراخې درغلۍ شوې دي.

دغه لسګونه تنه مظاهره چیان د سږني کانکور د پایلو پر ضد د کابل سړکونو ته راوتي وو او له ده بوري څلور لارې یې د افغانستان د ملي شورا ودانۍ پورې لاریون وکړ.

مظاهره کوونکو ادعا کوله، چې په کانکور ازموینه کې پراخې درغلۍ شوې دي. دوی همداراز ویېل، چې په یو شمېر سیمو کې د ازموینې پوښتنې مخکې له مخکې پر زده کوونکو وېشل شوې او په لوی لاس نقل کولو ته زمینه برابره شوې ده.

مظاهره چیانو ویېل چې د همدغو درغلیو په پایلو کې د ځینو ولایتونو زده کوونکي له یوې مخې په لوړو نومرو بریالي شوي، خو ترڅنګ یې د یو شمېر نورو ولایتونو ډېری زده کوونکي یا بې نتیجې شوي او یا هم د لوړو زده کړو وزارت په خپله خوښه ټیټو پوهنځیو ته ورکړي.

"د کانکور ازموینې د پایلو تر اعلان وروسته دغه بهیر هر کال تر نیوکو لاندې راځي، خو دا ځل دغو لاریون کوونکو تور پورې کاوه، چې په سږنۍ ازموینه کې د تېر په پرتله ډېر قامي، ژبني او سیمه ییز تړاوونه په پام کې نیول شوي دي."

مظاهره چیانو د کانکور د پایلو د لغوه کولو او له هغو چارواکو سره د قانوني چلند غوښتنه کوله، چې په درغلیو کې ښکېل دي. دوی خپلې غوښتنې د ملي شورا له غړو سره هم شریکې کړې.

ملي شورا غړو له دوی سره ژمنه وکړه، چې په یاده موضوع به له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

مظاهره چیانو ویل، که غوښتنې یې و نه منل شي، خپلې مظاهرې به په لا سترې کچې روانې وساتي.

مظاهره کوونکو ټینګار کاوه، چې د ملي شورا ځواب ته به یوه اونۍ انتظار وکړي او که له هغې وروسته یې غوښتنې پر ځای نه شي، د راتلونکې شنبې په ورځ به بیا په مظاهرو لاس پورې کړي.

د کانکور ازموینې د پایلو تر اعلان وروسته دغه بهیر هر کال تر نیوکو لاندې راځي، خو دا ځل دغو لاریون کوونکو تور پورې کاوه، چې په سږنۍ ازموینه کې د تېر په پرتله ډېر قامي، ژبني او سیمه ییز تړاوونه په پام کې نیول شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .