افغان وزیر د م. م یوه څانګه په پراخ فساد تورنه کړه

د خپريدو وخت: 12:42 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391
ډاکټر فاروق وردګ

ډاکټر فاروق وردګ پخپل پوهنې وزارت کې د فساد نشتوالی نه ردوي، خو وايي د نورو پرتله لږ دی.

د افغانستان د کابینې یوه جګپوړي غړي د ملګرو ملتو یوه څانګه په پراخ فساد کې په لاس لرنې تورنه کړه.

ډاکټر فاروق وردګ له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارې پر نړیوال دفتر دا تور د هغه نوي رپوټ په تړاو ولګاوه چې په افغانستان کې یې د فساد پراختیا ارزولې ده.

په دغه رپوټ کې د پوهنې وزارت د افغان حکومت د هغو څلورو ادراو په ډله کې یاد شوی چې د فساد کچه یې په تېرو دریو کلو کې ختلې ده.

ډاکټر وردګ دا څرګندونې د بي بي سي او ملي ټلوېزیون په ګډه خپرونه – ''ازاده جرګه'' کې وکړې، چې دا ځل د افغانستان د پوهنې راتلونکې ته ځانګړې شوې وه.

د افغانستان د ګوټ ګوټ له عادي وګړو سره د ازادې جرګې په مخامخ کتنه کې، فاروق وردګ په مینه د خپل وزارت پر لس کلنو بریاوو وغږېد، خو ژبه یې هغه مهال ترخه شوه چې له کونړه یوه راغلي کس په پوهنې وزارت کې د فساد په اړه وپوښته.

"ښکاره ده چې د فساد سروې حساسې مسالې سپړي او که پر پایلو یې نیوکې وشي، حیرانوونکې نه برېښي"

فاروق وردګ

د فساد دغه تورونه په دې وروستیو کې د ملګرو ملتو له خوا په خپاره شوي یوه رپوټ کې راغلي دی.

ډاکټر وردګ، وویل د نشه یي توکو او جرمونو خلاف د ملګرو ملتو دفتر- یو این او ډي سي چې دغه پلټنه یې ترسره کړې، پخپله پاکه نده او ځکه یې نتیجې ارزښت نه لري:

''په ملګرو ملتو کې یو این او ډی سي تر ټولو فاسده اداره ده. په دې تېرو دېرشو کلو کې چې د یو این او ډي سي پښه چېرته رسېدلې، د کوکنارو کر ډېر شوی دی، کم شوی نه دی''.

لږ فساد

له دې سره سره ډاکټر وردګ په خپل وزارت کې د فساد شتوالی رد نه کړ، خو ویې ویل چې کچه یې تر نورو ادارو خورا ټیټه ده.

دې نیوکو ته په غبرګون کې په کابل کې د یو این او ډي سي دفتر، ازادې جرګې ته په راستولي لیک کې د خپلو هڅو ننګه کړې، خو دا یې منلې چې دغه هڅې کله کله ناندره ییزې وي:

''ښکاره ده چې د فساد سروې حساسې مسالې سپړي او که پر پایلو یې نیوکې وشي، حیرانوونکې نه برېښي''.

متوکل: ''انګریزانو پر نیمه وچه د واکمنۍ پر مهال مدرسه او ښوونځی په سیاسي دلایلو جلا کړل او له بده مرغه حکومتونو ورته بیا یو بنیادي حل ونه شوای موندای.''

دغې نړیوالې ادارې دغه راز د کوکنارو په ډېرولو کې د ونډې تور رد کړی او وایي هر ځای چې یې مشورې منل شوې او پلې شوې دي، د کوکنارو کر د وخت په تېرېدو سره لوېدلی دی.

په ازاده جرګه کې دغه راز د ښوونځیو د امنیت مساله هم را پورته شوه.

یوه مېلمه، د طالبانو د مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وویل د حل ښه لار داده چې د عصري او دیني زده کړو تر منځ واټن له منځه ولاړ شي:

''انګریزانو پر نیمه وچه د واکمنۍ پر مهال مدرسه او ښوونځی په سیاسي دلایلو جلا کړل او له بده مرغه حکومتونو ورته بیا یو بنیادي حل ونه شوای موندای. .. متاسفانه نن هم په جنګونو کې راښکېل دغه دوه جریانه چې یو دیني جریان دی او بل عصري جریان دی [یو بل نه مني]- ناټو مدرسه نه پرېږدي او داسې ادعاوې شته چې طالبان په ځینو مواردو کې ښوونځي سوځوي''.

د نجونو زده کړه

په کلیوالو سیمو کې د نجونو د زده کړو خنډونه د بحث بله موضوع شوه.

د ښځو وده

"که ټینګار دا وي چې ښځو ته دې یوازې ښځې درس ورکړي، نو هېڅ ښځه به وده ونه کړي."

حبیبه سرابي

د حل لپاره یو وړاندیز دا و چې نجونو ته دې یوازې ښځې درس وکړي، خو د بامیانو والي حبیبې سرابي په اوسمهال کې دا کار زیان رسوونکی وباله:

''که ټینګار دا وي چې ښځو ته دې یوازې ښځې درس ورکړي، نو هېڅ ښځه به وده ونه کړي''.

هغې وویل تر هغو چې پوره شمېر ښځینه ښوونکې چمتو کېږي، نجونو ته دې د نارینه وو له خوا زده کړې همداسې روانې وي.

د ازادې جرګې څلورم پروګرام د مارچ پر یوولسمه د کب پر ۲۱ د دوشنبې پر ماښام له بي بي سي راډیو او سلام وطندار او د همدغې ورځې د ماخوستن پر نهو بجو پر ملي راډیو او ټلوېزیون خپرېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .