کرزی: امریکا او طالبان د خپلو ګټو لپاره جګړه روانه ساتي

د خپريدو وخت: 07:59 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

ولسمشر کرزي ویلي، یو شمېر هېوادونو ورڅخه د افغانستان د ځمکنیو زېرمو د ځانګړو توکیو په اړه غوښتنې کړې، چې باید له دوی پرته بل چا ته ور نه کړل شي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، که څه هم امریکا او طالبان یو له بل سره د دښمنۍ دعوه کوي، خو په پټه یې سره لاس یو کړی او یو د بل په ګټه په افغانستان کې خپلې جګړې ته ادامه ورکوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو یوې غونډې کې په کابل او خوست کې د طالبانو بریدونه په کلکه وغندل او د دوی دغه بریدونه یې د افغان ولس پر ضد او د امریکا په ګټه وبلل.

ښاغلي کرزي وویل، امریکا او طالبان په ښکاره یو له بل سره جګړه کوي، خو د پردې تر شا د ده په خبره هره ورځ په خلیجي او لوېدیزو هېوادونو کې د معاملو تر سره کولو لپاره له یوه بل سره خبرې کوي. ده وویل، چې طالبان د خپلو بریدونو پر مټ په افغانستان کې د نړیوالو شتون ته زمینه برابروي.

ده وویل، امریکا هم طالبان خپل دښمنان نه ګڼي، خو له دوی سره د جګړې په نامه ولسي افغانان ځوروي.

خبردار اوسئ

''هم پخپله بهرنیان موږ ته وايي، هم هېواددوست طالبان راځي او پس شا موږ خبروي، چې زموږ د مشرانو او امریکا تر منځ دغه معامله روانه ده، خبردار اوسئ. په اروپا او خلیجي هېوادونو کې هره ورځ د امریکایانو، بهرنیانو او طالبانو تر منځ خبرې کېږي. او امریکا وايي، چې طالب زما دښمن نه دی، زه له طالب سره جګړه نه لرم.

خو د طالب په نامه هره ورځ زموږ په هېواد کې خلک ازاروي. طالب هم هره ورځ له امریکایانو سره خبرې کوي، خو په کابل او خوست کې بیا بمونه چوي، چې زه امریکایانو ته خپل زور ښایم. نه خیر، دغه بمونه چې پرون په خوست او کابل کې والوزول شول، دا امریکا ته د زور ښوولو لپاره نه وو، دا امریکا ته په خدمت کې وو.

نو په حقیقت کې هغه بمونه چې پرون د طالب په نامه وچاودل، دا بهرنیانو ته خدمت و. خدمت په دې و، چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون وي، ولاړ نه شي''.

ښاغلي کرزي په خپله دغه وینا کې یو ځل بیا د ۲۰۱۴ کال په اړه اندېښنو او د ناټو پاتې کېدونکو ځواکونو په اړه خبرې وکړې.

له بله پلوه، په کابل کې د امریکا سفارت او د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو قوماندان د ښاغلي کرزي دغو څرګندونو ته غبرګون ښوولی.

د امریکا سفارت ویلي، چې طالبانو له امریکا سره د خبرو اترو بهیر د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې ځنډولی دی. دغه سفارت همداراز وايي، دوی له ډېره وخته د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره پخپله د افغانانو په مشرۍ د خبرو د بهیر ملاتړ کړی دی.

د امریکا سفارت په خپل غبرګون کې زیاته کړې، چې دغه هېواد د افغانستان د سولې عالي شورا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د ترسره کېدونکو خبرو اترو ملاتړ کوي او دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې په دې برخه کې ګام پورته کړي. دوی وايي، هغوی پوهېږي، چې باید څه وکړي.

له بله پلوه د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ایساف قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ د ولسمشر کرزي یادې څرګندونې په بشپړ ډول ناسمې بللې دي.

هېڅکله

ده ویلي، چې ده له ښاغلي کرزي سره تېره شپه هم لیدنه درلوده او تر اوسه یې ده ته هېڅکله دا نه دي ویلي، چې ګوندې د ده په فکر امریکا له طالبانو سره جوړجاړی کوي. ده ویلي، نه پوهېږي، چې نوموړی ولې داسې څرګندونې کوي.

ولسمشر کرزي د خپلې یادې وینا په یوه برخه کې د افغانستان د ځمکنیو زېرمو ارزښت ته اشاره وکړه.

ده وویل، د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه ورنه د ځانګړو ځمکنیو زېرمو غوښتنه کړې او ورته یې ویلي، چې بل چا ته باید ور نه کړل شي.

"ښاغلي کرزي همدراز ټینګار وکړ، چې په ۲۰۱۴ کال کې به د ټاکنو له لارې نوی ولسمشر او حکومت ټاکل کېږي او په خبره یې د دغه هېواد راتلونکی روښانه دی."

''د امریکا په ګډون ځینو هېوادونو مخکې له مخکې موږ ته لیکلي، چې فلانی شی موږ غواړو. زر ځلې یې موږ ته لیکلي، چې لکه څنګه چې موږ او تاسې متحدین یو، ستاسې د ځمکې لاندې فلاني توکي زموږ په کار دي، بل چا ته یې مه ورکوﺉ. موږ ورته وویل، چې راځئ بیا به خبرې وکړو''.

ښاغلي کرزي په خپله دغه وینا کې یو ځل بیا د ۲۰۱۴ کال په اړه اندېښنو او د ناټو پاتې کېدونکو ځواکونو په اړه خبرې وکړې.

ده وویل، کابو څلوېښت هېوادونه غواړي، چې له ۲۰۱۴ وروسته یې ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي. ده ټینګار وکړ، چې دغو هېوادونو ته یې روښانه کړې، چې د پاتې کېدونکو ځواکونو شمېر او د فعالیت سیمې به له هر هېواد سره په جلا جلا ډول د افغان دولت له لوري ټاکل کېږي.

ښاغلي کرزي همدراز ټینګار وکړ، چې په ۲۰۱۴ کال کې به د ټاکنو له لارې نوی ولسمشر او حکومت ټاکل کېږي او په خبره یې د دغه هېواد راتلونکی روښانه دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .