هلمند کې ځینې تړلي ښوونځي بیا پرانیستل شول

د خپريدو وخت: 17:23 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

د هلمند لا هم یو شمیر ښوونځي تړلي دي.

د افغانستان د ښوونې و روزنې وزارت وايي د هلمند ولايت یو شمېر تړل شوي ښوونځي يې بیا پرانیستي دي.

افغان چارواکي وايي د هلمند په مرکز او ځينو ولسواليو کې يې تړلي ۱۲ ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.

په دغو ښوونځيو کې دوه په مرکز لښکرګاه، اوړه په نادعلي، دوه په ګرشک او يو ښوونځى په خانشين ولسوالۍ کې دي.

چارواکي وايي دغه ښوونځي چې د دوی په وينا د يو لړ ستونزو له امله تړل شوي وو د هلمند د علماوو، قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب بېرته پرانيستل شول.

له دې سره له ۱۴۵۰ ډېرو زده کوونکو ته چې له تعليمه محرومه وو یو وار بیا د زده کړو زمينه برابره شوه.

د افغان چارواکو په وينا نژدې ۲۵۰ زره افغان ماشومان له ښوونځيو د نا امنیو له امله محرومه شوي دي چې لوی اکثریت يې د هېواد په سويلي ولايتونو کې دي.

په تيره لسیزه کې د نا امنیو له امله د هلمند ولایت ډیر د تعلیم په ډګر کې شاته پاتې شوی دی.

د دغه ولایت لا هم یو شمیر ښوونځي تړلي دي.

خو هلمندیان وايي تر بل هر کله اوس د دغه ولایت اوسېدونکي له تعلیم سره ډيره مینه ښيي.

اوس د هلمند په مرکز لښکرګاه کې له دولتي پوهنتون سره جوخت څلور شخصي پوهنتونونه هم فعاله شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .