ولسي جرګې يوازې مرستیال منشي وټاکه

د خپريدو وخت: 16:16 گرینویچ - 10 مارچ 2013 - 20 کب 1391

د ولسى جرګې روانه يوه کلنه دوره تېره چارشنبې پيل شوه.

د افغانستان د ولسی جرګې مرستیال منشي څوکۍ ته د کابل وکیل عرفان الله عرفان او د کندهار استازې شکېبا هاشمي ځانونه کانديد کړي وو.

هر يوه کانديد باید د برياليتوب لپاره له حاضرو ٢١٩ تنو څخه د ١١٠ تنو موافقې رايې ترلاسه کړې واى.

عرفان الله عرفان د ١١٠ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د مرستیال منشي په توګه وټاکل شو.

د مرستیال منشي د څوکۍ لپاره ٥٠ سپينې او ١٢ باطلې رايې هم کارول شوې وې.

د شنبې په ورځ د لومړي مرستیال څوکۍ ته د ننګرهار استازو عبدالظاهر قدير او ميرويس ياسيني ځانونه کانديد کړي وو، خو دواړه ناکامه شول.

یکشنبه (د مارچ/ ۱۰) د دې څوکې لپاره د کابل استازو عبدالحفيظ منصور او عبيدالله کليمزي او د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي ځانونه کاندید کړي وو.

د ټاکنو په پايله کې د جرګې له ٢١٩ حاضرو غړو ٨٧ يې موافقې رايې منصور، ٦٢ کليمزي او ٢٤ موافقې رايې ايوبي ترلاسه کړې او په دې توګه يو هم بريالى نه شو چې د حاضرو غړو پنځوس جمع يوه رايه واخلي.

ابراهيمي وويل چې د لومړي نايب د څوکۍ لپاره ٢٩ سپينې او ١٧ باطلې رايې موجودې وې.

هغه زياته کړه، چې سبا به د منصور او کليمزي تر منځ بيا د دې څوکۍ لپاره سيالي وشي.

تېره ورځ د دويم نايب څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د بلخ استازي احمدشاه رمضان، د هلمند استازي نعمت الله غفاري، د بدخشان استازي امان الله پيمان او د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي ځانونه کانديد کړي وو خو يوه هم ونه ګټله .

د دې څوکۍ لپاره نن د نعمت الله غفاري او امان الله پيمان تر منځ بيا ټاکنې وشوې، خو يو هم بريالى نه شو.

وروسته د لوګر استازې شکيلا هاشمي، د باميانو استازي عبدالرحمان شيداني، د هرات استازې ناهيد فريد او د غزني استازي محمدعارف رحماني ځانونه کانديد کړل. خو یو هم بریالی نه شو.

د ولسي جرګې مشر وويل چې د دوشنبې په ورځ به د ناهيد فريد او عارف رحماني تر منځ سيالي وشي.

د ولسى جرګې روانه يوه کلنه دوره تېره چارشنبې پيل شوه.

د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا له دواړو جرګو هره يوه يې د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رييس په توګه ټاکي.

دغه راز د دې مادې له مخې جرګه دوه تنه د لومړي او دويم مرستیال او دوه تنه د منشي او د منشي د مرستیال په توګه، د يوكال لپاره انتخابوي.

دغه کسان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري پلاوي جوړوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .