امریکا د حامد کرزي څرګندونې"بې بنسټه " وبللې

د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391
هېګل

چک هېګل له ولسمشر حامد کرزي سره پر ځینو موضوع ګانو خبرې کړې.

په افغانستان کې د امریکا سفارت، د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ، امریکايي او د امریکا دفاع وزیر چک هېګل د امریکا او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

د ناټو عمومي قومندان ویلي، دغه څرګندونې "په بشپړه توګه تېروتنه" او حیرانوونکې دي.

امریکايي دفاع وزیر چک هيگل چې له ښاغلي کرزي سره له کتنې وروسته دغه څرگندونې کولې وويل دا رښتيا نه دي چې کواکې امريکا له طالبانو سره يو اړخېزې خبرې کوي. نوموړي زياته کړه د هر سوله ييز جوړ جاړي مشري بايد د افغانانو له لوري وي.

ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسب جوړه شوې غونډه کې کلېکاږل وویل، امریکا او طالبان په ښکاره یو له بل سره جګړه کوي، خو د پردې تر شا د ده په خبره هره ورځ په خلیجي او لوېدیزو هېوادونو کې د معاملو تر سره کولو لپاره له یوه بل سره خبرې کوي. ده وویل، چې طالبان د خپلو بریدونو پر مټ په افغانستان کې د نړیوالو شتون ته زمینه برابروي.

د امريکا د نوي دفاع وزير دغه څرگندونې د افغان ولسشر حامد کرزي وروستيو څرگندونو ته په غبرگون کې وې چې وې ويل امریکا او طالبان د پردې تر شا د معاملو پر سر له یوه بل سره اړيکي ټينگوي.

ولسمشر تېروتلی

"ولسمشر په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې بهرني ځواکونه باید افغانستان کې د خلکو حساسیتونه درک کړي"

ارګ

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ ویلي، ولسمشر حامد کرزی په بشپړه توګه تېروتلی دی.

ښاغلي ډنفورډ بي بي سي ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي، چې ولسمشر حامد کرزی هېڅکله د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه نه دی غږېدلی.

د ناټو قومندان ویلي نه پوهېږي چې "کوم څیزونه د ولسمشر کرزي د دا ډول څرګندونو لامل ګرځېدلي دي".

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، له ولسمشر حامد کرزي سره د امریکايي دفاع وزیر د کتنې پرمهال "د امریکا د ځانګړو ځواکونو او په دغو ځواکونو پورې د تړلو ملېشو د عملیاتو، د افغانستان له کلیو او بانډو د ناټو ځواکونو د وتلو، د ملکي وګړو د تلفاتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک، د بګرام زندان د بشپړ لېږد او د سولې د بهیر په شمول د یوشمېر نورو علاقې وړ موضوع ګانو په باب خبرې وشوې."

جوزیف ډنفورډ

د ناټو عمومي قومندان ویلي، دغه څرګندونې "په بشپړه توګه تېروتنه" او حیرانوونکې دي.

ویناپاڼه کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي کلېکاږل د کندهار پوهنتون له انګړه د امریکايي ځواکونو له لوري د یوه محصل بېول د هېواد ملي حاکمیت ته له درناوي سرغړاوی وباله:

"ولسمشر په دې خبرو کې ټینګار کړی، چې بهرني ځواکونه باید افغانستان کې د خلکو حساسیتونه درک کړي".

خو د امریکا د دفاع وزیر وویل چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري، وویل چې تېرو څو کلونو کې تېروتنې شوې، خو بیا باید تکرار نه شي او پند ترې واخیستل شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .