د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه

د خپريدو وخت: 11:52 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

له تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان کې د انتقالي عدالت چیغې وهل کېږي، خو عملاً کوم پاموړ کار نه دی کړی.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ولسي وګړو د قربانیانو د کورنیو شکایتونه وڅېړي او هغوی ته دې تاوان ورکړي.

دغې ډلې خپلې اندېښنې او غوښتنې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د یوناما د رپوټ له خپرېدو وروسته څرګندې کړې، چې پکې راغلي څه باندې ۲۷۵۰ ولسي وګړی وژل شوي او څه باندې ۴۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې همداراز راغلي، چې په ۲۰۱۲ کال کې د افغان حکومت او د حکومت د وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړو کې د ماشومانو او ښځو په تلفاتو کې ډېر والی راغلی دی.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې له نړیوالې ټولنې همداراز وغوښتل، چې هغه کسان، چې د مذهب له نوم نه ګټه پورته کوي او د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو فتوا صادروي، د ملګرو ملتونو په تور لست کې دې شامل شي.

د دغې ډلې یو غړی جواد دروازیان د دولت له وسله والو مخالفینو هم خپلې غوښتنې مطرح کړې:

نړیواله محکمه

''له دولت او نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غواړو، هغه کسان، چې د جنګي او بشري ضد جنایتونو تورن دي، د نړیوالې جزايي محکمې په مرسته د افغان دولت لخوا محکمې ته راوکښل شي، د ولسي قربانیانو د کورنیو د شکایتونو اورېدل او هغوی ته د تاوان ورکول. د دولت له وسله والو مخالفینو غواړو، چې به کلیو کې دې له ولسي وګړو د انساني ډال په توګه کار نه اخلي، د ځانمرګو بریدونو له عملیاتو، چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، په جدي توګه ډه ډه وکړي، د ولسي وګړو او هغو کسانو، چې بشري مرستې رسوي، له شکنجې او قتل څخه يي ډه ډه وکړی''.

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله، چې مدني فعالیتونه کوي، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کوي، چې د ولسي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو او شځو د مرګ ژوبلې د کچې د ټيټوالي لپاره د هغو مجرمینو لپاره ځانګړې محمکه جوړه کړي، چې په دغو مرګ ژوبلو کې لاس لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .