میدان وردګو کې ''امریکايي پوځیان وژل شوي''

د خپريدو وخت: 11:37 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

په میدان وردګو کې زیاتره مېشت بهرني ځواکونه ځانګړي امریکايي ځواکونه دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ویلي، چې په میدان وردګو ولایت کې د افغان پوځ په یونیفورم کې په وسلې د یوه سمبال کس له خوا په ډزو دوه امریکايي پوځيان وژل شوي.

د ایساف یوه ویاند بي بي سي ته وویل، د افغان پوځ په یونیفورم کې یوه په وسلې سمبال کس په یوه لرې اډه کې پر ایتلافي او افغان ځواکونو ډزې وکړې چې په پایله کې د ناټو او افغان ځواکونو ځینې سرتېري وژل شوي او ټپیان شو دي:

د ناټو ویاند جنرال کټز بي بي سي ته وویل: ''نن په افغانستان کې د ملي اردو د پوځ په یونیفورم کې یوه وسله وال د افغان او ایتلافي ځواکونو پر ځینو غړیو ډزې وکړې. مرګ ژوبله یې اړولې ده، خو دقیقه شمېره یې نه شم درکولای. دا مهال ګډه پلټنه پیل شوې ده''.

بل خوا، د میدان وردګو ولایتي ویاند عطاء الله خوګیاڼي هم بي بي سي ته دغه پېښه تایید کړه:

''پېښه نن سهار لس نیجې بج ې د جلرېز ولسوالۍ په خواجه سیمه کې رامنځ ته شوې، چې مرګ ژوبله هم په کې رامنځ ته شوې ده، والي یو ګډ پلاوی استولی، چې د پېښې پلټنه وکړي''.

تېر کال د افغان امنیتي ځواکونو په جامه کې د ناټو تر ۶۰ ډېر پوځيان وژل شوي دي.

دغه وروستي بریدونه وروسته تر هغه وشول، چې افغان حکومت، امریکا او ناټو په راتلونکي کال کې د جګړه ییزو ځواکونو د دندې ختمېدو پرېکړه کړې ده.

پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- -۲۰۱۳ــ۲۰۱۲

  • ۲۰۱۳، مارچ ۱۱

    د میدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې د افغان پوځ په یونیفورم کې په وسله سمبال یوه کس پر افغان او بهرنیو ځواکونو ډزې وکړې، دوه امریکايي سرتېري او درې افغان پولیس یې ووژل.
  • ۲۰۱۲، دسمبر ۲۴

    یوې افغانې ساتنمې د کابل امنیه قومندانۍ کې یو امریکایی پوځي سلاکار په ډزو وژلی دی. برید کوونکې نیول شوې ده.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۵

    د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، سپتمبر ۱۶

    د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او څلور یې ور وژلي دي.
  • ۲۰۱۲، اګست ۳۰

    درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.
  • ۲۰۱۲، اګست ۲۷

    افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۷

    یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، اګست ۱۰

    یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.
  • ۲۰۱۲، جولای ۲

    یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.
  • ۲۰۱۲، مې ۱۱

    یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.
  • ۲۰۱۲، اپریل ۲۵

    یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۳۰

    افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.
  • ۲۰۱۲، مارچ ۲۷

    افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۴

    دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۲۰

    یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.
  • ۲۰۱۲، فبروري ۱

    د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.
  • ۲۰۱۲، جنوري ۲۰

    یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

له میدان وردګو ولایته د ولسمشر حامد کرزي په امر د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره دوشنبه (کب/حوت ۲۱، مارچ ۱۱) وروستی ضرب الاجل ټاکل شوی و.

ناټو ځواکونو ویلي، چې له افغان چارواکو سره په میدان وردګو ولایت کې د امنیت د خونديتوب پر غوره لارو چارو غږېږي.

په میدان وردګو کې زیاتره مېشت بهرني ځواکونه ځانګړي امریکايي ځواکونه دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو منلې ده، چې په میدان وردګو کې د یوې نښتې په ترڅ کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو سرتېري وژل شوي دي.

د ناټو ځواکونو یوه ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې "نن د افغان ملي اردو سرتېرو په جامه کې یوه یا څو کسانو خپلې وسلې خپلې وسلې د افغان او ایتلافي ځواکونو پریوې ډلې راړولې، او څو کسان یې وژلي دي".

طالبان

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې پېښه کې ګڼ بهرني افغان سرتېري وژل شوي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د میدان وردګو ولایتي ویاند ځینو افغان رسنیو ته پېښه تایید کړې، خو وايي چې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

د میدان وردګو د پولیسو د مرستیال قومندان عبدالرزاق قریشي په حواله ویل شوي، چې په برید کې درې افغان سرتېري وژل شوي.

خو د ایتلافي ځواکونو له خولې ویل شوي، چې په برید کې دوه امریکايي سرتېري هم وژل شوي دي.

د میدان وردګو امنیتي چارواکو ویلي، چې د رسمي اعلامیې تر خپرولو مخکې د پېښې په اړه نورې څرګندونې نه شي کولای.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .