له وردګو د امریکايي ځواکونو د وتلو ضرب الاجل پوره شو

د خپريدو وخت: 12:55 گرینویچ - دوشنبه 11 مارچ 2013 - 21 کب 1391

د ځانګړو امریکايي ځواکونو له کړنو د میدان وردګو سیمه ییزو خلکو ولسمشر کرزي ته شکایت وکړ.

په داسې حال کې چې دوې اوونۍ مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي له میدان وردګو ولایته د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و، نن (دوشنبه/ کب ۲۱، مارچ ۱۱) دغه نېټه پای ته ورسېده، خو دغه ځواکونه لاهم په دغه ولایت کې مېشت دي.

ولسمشر ویلي وو چې امریکايي ځواکونه دې له دغه ولایته ژر تر ژره ووځي.

خو په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي، چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د ځای ناستۍ لپاره پر لارو چارو غور کوي.

له هغې وروسته د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ولسمشر د فرمان پلي کولو ته چمتو دي او کولای شي چې په دغه ولایت کې امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي. د افغان ولسمشر ضرب العجل نن پای ته ورسیده خو ځانګړي امریکايي ځواکونه لا هم له دغه ولایته نه دي وتلي.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د حکومت پر هغه دریځ ټینګار کوي چې دوه اونۍ وړاندې یې اعلان کړی وو او وايي دغه ځواکونه په هر حالت کې باید له وردګو ووځي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ایساف ویاند ګنتر کتز وايي، افغان ځواکونو سره په ګډه په داسې یو پلان کار کوي چې له مخې یې کې ژر تر ژره د وردګو امنیتي مسوولیته افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د لېږد بهیر

"کارپوهان وايي، په میدان وردګو ولایت کې لسګونه اورپکې ډلې فعالیت کوي، چې په بااور یې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به ددغه ولایت وضعیت لا خراب شي."

''د وردګو له وضعیته زمونږ درک دا دی چې په دغه ولایت کې امنیتي شرایط او د انتقال بهیر باید ښه درک شي. مونږ په پام کې لرو چې د افغان ځواکونو سره په همغږۍ کې د امنیتي لیږد یو اوږدمهاله پلان پلي کړو. موږ یعنې ایساف او افغان ځواکونه په وردګو کې د یو هدف لپاره کار کوو، بلاخره به امنیتي مسوولیته افغان ځواکونه ته وسپارل شي او هغوی به په وردګو کې امنیت ټینګ کړي. او اوس مونږ د افغانو ځواکونو سره له نژدې د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پر څرنګوالي کار کوو. دا هم باید ووایم چې موږ هڅه کوو چې د مسوولیتونو لیږد څومره ژر چې امکان لري، ترسره شي''.

ښاغلي کټز د ښاغلي کرزي له خوا ټاکل شوي ضرب الاجل ته په غبرګون او دا چې کله به له میدان وردګو ځانګړي امریکايي ځواکونه وځي، هېڅ ونه ویل.

خو د میدان وردګو سیمو ییزو چارواکو ویلي، بهرنيو ځواکونو په دغه ولایت کې د خلکو د ځورونې او ربړونې په اړه د لا پراخو او بشپړې پلټنې ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

دوی وايي، دغه پلټنه د دفاع، کورنو چارو وزارتونو، ملي امنیت ادارې او ایساف ځواکونو له خوا په ګډه روانه ده.

ولسمشر له میدان وردګو د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره دوې اوونۍ وخت ورکړی و.

د میدان ورګو د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع به د پلټنو د پایلو تر اعلانېدا وروسته په ډاګه شي.

د افغانستان حکومت دا مهال له میدان وردګو ولایته د ځانګړو امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي، او وايي چې په دغه ولایت کې یې ناامنۍ تر پخوا ډېرې کړې دي.

کارپوهان وايي، په میدان وردګو ولایت کې لسګونه اورپکې ډلې فعالیت کوي، چې په بااور یې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به ددغه ولایت وضعیت لا خراب شي.

کارپوهان وايي، د کابل په ګاونډ دغه ولایت کې د کابل-کندهار لویه تېره شوې لار به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته لا ډېره ناامنه شي، چې له دې سره پلازمېنه کابل هم اغېزمنېدلای شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .