افغانستان کې لومړنی انټرنټي تلویزیوني سټیشن پرانستل شو

د خپريدو وخت: 12:18 گرینویچ - چارشنبه 13 مارچ 2013 - 23 کب 1391

د ګلوباکس زیاتره کارکوونکي ځوانان او آماتور خبریالان دي

افغانستان کې دا مهال نژدې څلوېښت خصوصي تلویزیوني رسنۍ شته چې د سیمه ییزو آنتونونو او ځینې یې هم د سپوږمکۍ له لارې خپرونې کوي.

خو په لومړي ځل په کابل کې یو شمېر ځوانې نجونې او هلکان راټول شوي او د ګلو باکس په نوم یې انټرنټي تلویزیون جوړ کړی دی.

د دغه ټلویزیون خپرونې چې نژدې شلو ته رسېږي یوازې د انټرنټ له لارې لاسرسی ورته ممکن دی. دغه تلویزیون د ورځې دوه ساعته خپرونې تولیدوي او هر پروګرام یې له لسو تر پنځلسو دقیقو دی.

د دغې ټلویزیوني رسنۍ مشر ضیأالدین بختیار وايي د دوی د تلویزیون زیاتره لیدونکي له افغانستانه بهر دي چې په ذهن کې یې د افغانستان تصویر یوازې جنګ جګړه او تاوتریخوالی دی.

د دغه ټلویزیون په خپرونو کې سیاسي او د جګړې موضوعات ځای نه لري او زیاتره موضوعات یې ټولنیز، فرهنګي، ورزشي او سینمايي دي. چې ځینې پروګرامونه یې په دوبۍ کې تولیدیږي.

د ګلوباکس زیاتره کارکوونکي ځوانان او آماتور خبریالان دي.

د تلویزیون زیاتره لیدونکي له افغانستانه بهر دي چې په ذهن کې یې د افغانستان تصویر یوازې جنګ جګړه او تاوتریخوالی دی

فاطمه محسني چې د دغې انټرنيي رسنۍ یوه ویانده ده وايي سره له دې چې ښځو ته په رسنیو کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده خو لا هم ځینې محدودیتونه شته. مېرمن محسني هیله لري چې یوه ورځ ښه خبریاله اوسي.

هغې زیاته کړه "وروسته تر دریو لسیزو جګړې تر دې حده هم چې رسېدلي ډېر ښه دی، مخکې تر دې یوې مېرمنې له کوره بهر کار نه شو کولای، خو اوس مېرمنو ته دغه زمینه برابره شوې ده او کولای چې له کوره بهر کار وکړي. زه له خپل کار سره ډېره مینه لرم، څوک چې له یو کار سره مینه ونه لري نو نه شي کولای په ښه توګه یې ترسره کړي. زه غواړم چې یوه ښه افغان خبریاله اوسم".

د ورځې تصور د ګلوباکس یوه خپرونه ده، چې هره ورځ یوه فرهنګي او ټولنیزه موضوع د ځوانانو ترمنځ څېړي.

د دغې خپرونې چلونکی ادریس بارکزی وايي هڅه کوي چې خپل لیدونکي راضي وساتي.

د ګلوباکس چارواکي وايي هره ورځ په نړۍ کې سلګونه تنه د دوی خپرونې ګوري، خو زیاتوي چې د لیدونکو دغه شمېر دوی ته د منلو او قناعت وړ نه دی. د دغو چارواکو په وینا دوی تمه لري چې خپرونې د افغان ځوانانو د راتلونکې لپاره جوړونکې هڅې وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .