د ولسمشر مرستیال: افغان پولیس په خپلو ګاډو کې قاچاق کوي

د خپريدو وخت: 19:51 گرینویچ - سه شنبه 12 مارچ 2013 - 22 کب 1391

ښاغلي خليلي وويل چې د نشه يي توکيو اصلي قاچاق وړونکي بايد اعدام شي، د هغه په وينا د مرگ د سوداگرو سزا بايد مرگ وي.

گڼ شمېر افغانانو له پخوا راهيسې داسې تورونه پورې کول چې گواکې د نشه يي توکيو په قاچاق کې حکومتي چارواکي ښکيل دي.

خو اړوندو افغان چارواکو په پرلپسې ډول دا تورونه ردول او په دې برخه کې يې د لاسوندو د نشتوالي خبره کوله خو دا دې اوس د ولسمشر حامد کرزي دويم مرستيال کريم خليلي، ډاگيزه کړه چې حکومتي چارواکي هم د نشه يي توکيو په کاروبار کې ښکيل دي وايي ا ن دا چې په رينجر گاډو کې هم نشه يي توکي لېږدول کېږي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه (چارواکي نشه يي توکي ويشي او هيڅوک يې مخه نه شي نيولاى. خو د امنيه قومندانۍ چارواکي د امينت شورا په غونډه کې وو او گيله من وو چې داسې څنگه کيدى شي؟ وروسته يې ټېليفون وکړ چې سمه ده دا پوليس نه دي. خو دا معلومه ده چې په رينجرو ګاډو کې نشه يي توکي لېږدول کېږي.)

ښاغلي خليلي دا خبرې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې د يوۀ درسوه بستريز روغتون د پرانستې د مراسمو غونډې ته کولې.

"موږ خو د نشه يي توکيو د چاق کونکو او د هغه چا پر وړاندې چې په دې چاره کې ښکيل وي مبارزه کوو، ډېره ستونزمنه ده چې موږ دې دا ادعا ومنو."

صدیقي

ښاغلي خليلي وويل چې د نشه يي توکيو اصلي قاچاق وړونکي بايد اعدام شي، د هغه په وينا د مرگ د سوداگرو سزا بايد مرگ وي.

د ولسمشر د دويم مرستيال تر وينا څو ساعتونه وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي خبريالانو ته وويل ستونزمنه ده چې د ښاغلي خليلي ادعا دې ومني، هغه وويل چې دوى په اړونده برخه کې ځواب ويلو ته چمتو دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه "موږ خو د نشه يي توکيو د چاق کونکو او د هغه چا پر وړاندې چې په دې چاره کې ښکيل وي مبارزه کوو، ډېره ستونزمنه ده چې موږ دې دا ادعا ومنو، موږ تل د خپلې مبارزې يادونه کړې ده، او بيا به يې هم کوو. زموږ چارې رڼې دي او چمتو يو چې ځواب هم ووايو".

دا لومړى ځل دى چې د ولسمشر د دويم مرستيال په کچه يو لوړپوړې چارواکى دى د نشه يي توکيو په کاروبار کې د حکومتي کارکونکو او ان پوليسو د ښکيلتيا خبره په دومره څرگند ډول وکړي.

يو شمېر اړوند کارپوهان هم وايي افغان پوليس هغه چاته لاس اچوي چې عام وگړي دي او له لږې اندازې نشيي توکيو سره نيول کېږي.

دغه کارپوهان وايي داسې لوى قاچاق وړونکي تر دې مهاله نه دي نيول شوي چې ولس دې هغه وپيژني، او يا دې کوم لوړ پوړې دولتي چارواکى وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .