کندوز کې ځانمرګي برید د ولسي جرګې د مشر پلار وواژه

د خپريدو وخت: 14:54 گرینویچ - چارشنبه 13 مارچ 2013 - 23 کب 1391

په دې پېښه کې د څلورو تنو نورو د ټپي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي خو نور جزییات لا تر اوسه څرګند نه دي.

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې په یوه ځانمرګي برید کې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي پلار او یو ورور چې د امام صاحب د ولسوالۍ د امنیه قومندان وو وژل شوي او یو بل ورور يې حاجي اسد الله ټپي دی. چارواکي وايي په برید کې څلور تنه نور هم وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې په وژل شویو کې څلور تنه ساتنوکي دي.

پېښه کې د ۶ تنو نورو د ټپي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي خو نور جزییات لا تر اوسه څرګند نه دي.

دغه برید نن (سه شنبه د مارچ ۱۳مه) ماښام د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې داسي مهال شوی چې خلک د اوزلوبي لپاره سره راټول شوي وه.

د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق وايي دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د وزلوبې پر مهال ځانمرګي چې پلى روان و، د عبدالقيوم ابراهيمي ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړې ده.

په یوه خبرپاڼه کې ولسمشر حامد کرزي دغه برید کلکه غندلی او دغه کار یې یو ترهګریز عمل بلل دی.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .