له افغانستانه اسپانوي پوځيان وځي

د خپريدو وخت: 13:13 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

ډېری دغه پوځیان د هوایي پېښو په ترڅ کې وژل شوي دي.

اسپانیايي پوځیانو تر اوسه د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار سربېره د مقر په ولسوالۍ او د لودین په سیمه کې فعالیت درلود.

اوس د اسپانیا د دفاع وزارت وایي، ۴۵ عسکر یې د لودین او مقر له سیمو وتلي او ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ (مارچ ۱۹) له افغانستانه ووځي.

سرچینه وایي، د اسپانیا ټول عسکر به دومره ژر نه وځي، بلکې دوی به لومړی په هرات کې د ایساف سیمه ییز مرکز ته لیږدول کیږي او تر ۲۰۱۴ کاله به، چې له افغانستانه بیخي وځي، د دوی ماموریت به په هرات پورې محدود وي.

له همدې کبله اوس له بادغیسه هرات ته د اسپانیایي ځواکونو د پوځي تجهیزاتو او وسایطو د لېږدولو لړۍ هم پیل شوی.

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وایي له دغه ولایته د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به امنیتي حالات لا ښه شي:

''له بادغیس ولایته د نړیوالو ځواکونو او په ځانګړې توګه د اسپانیایي ځواکونو په وتلو سره به زما په اند هېڅ ډول بدون رانه شي. زه ډاډه یم چې امنیت به له پخوا نه هم ښه شي. دا ځکه چې زموږ ځواکونه اوس ځواکمن دي، ښه تجهیزات هم په واک کې لري او ښې تجربې یې هم ترلاسه کړې دي''.

هرات

اسپانوي پوځيان د هرات ایساف مرکز ته لېږدول کېږي.

اسپانیايي پوځیانو په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په سیمه کې د ایساف ځواکونو د یوې برخې په توګه فعالیت درلود.

ویل کېږي اوس هم ۱۴۰۰ اسپانیایي عسکر د ایساف په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

په تېره یوه لسیزه کې اسپانیا خپل سل پوځیان په افغانستان کې له لاسه ورکړي.

ډېری دغه پوځیان د هوایي پېښو په ترڅ کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .