کابل - اسلام اباد پر ترانزیت یو بل ګرموي

د خپريدو وخت: 16:05 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

درې کاله وړاندې کابل او اسلام اباد په خپلو کې سوداګريز تړون لاسليک کړ.

پاکستاني چارواکي وايي افغان چارواکو د هغه تړون له لاسليک کولو ډډه کړې چې د پاکستان تاجکستان او افغانستان تر منځ د ترانزيت په برخه لاسليک کېدلو ته چمتو و.

پاکستان وايي د دې يو لامل دا دى چې هندوستان پر افغانستان زور راوړى چې دغه تړون لاسليک نه کړي چې پر مټ يې پاکستان د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لار ومومي.

خو افغان لورى بيا وايي چې پاکستان د کړو ژمنو سره، سره افغان ګاډو ته اجازه نه ده ورکړې چې د هغه هېواد بېلا بېلو ښارونو ته تګ راتګ وکړي، نو ځکه دوى هم د دغه تړون د لاسليک کېدو لپاره زړه نه دى ښه کړى.

درې کاله وړاندې کابل او اسلام اباد په خپلو کې داسې يو سوداګريز تړون لاسليک کړ چې له مخې يې افغان ګاډو کولاى شو د پاکستان بېلا بېلو ښارونو او بندرونو ته تګ راتګ وکړي او دا رنګه د هغې غاړې ګاډو هم کولاى شوه چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لار ومومي.

پاکستان غواړي په دغه تړون کې د تاجکستان پښه هم راکاږي چې دې ته اپتا وايي.

په دې مانا چې هم د تاجکستان ګاډي وتوانېږي د افغانستان له لارې پاکستان ته ورشي او هم د پاکستان لارۍ د افغانستان له لارې تاجکستان ته په ازاده توګه تګ راتګ وکړي.

خو افغان چاراوکو په هغې ناسته کې له برخې اخيستو ډډه وکړه چې تېره اوونۍ په دوشنبې کې د پاکستاني او تاجکي پلاو تر منځ جوړه شوې وه.

افغانستان وايي پاکستان ورسره په شويو ژمنو نه دى درېدلى، نو ځکه دوى هم نه غواړي چې په دغې ناسته کې برخه واخلي.

خو پاکستاني لوري د هغه هېواد رسنيو ته ويلي چې د هندوستان د فشارونو په وجه افغانستان د دغه تړون له لاسليک کولو نه ډډه کړې، هغه ادعا چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند وحيد الله غازي خيل يې ردوي.

ښاغلى غازي خيل وايي د تخنيکي ستونزو له امله افغانستان و نه توانېد چې د دوشنبې په ناسته کې برخه واخلي، خو زياتوي که "بيا هم پاکستان د اپتا له شوي تړونه سرغړونه کوي افغانستان ته بيا نورې لارې هم شته چې و يې کاروي."

پاکستان په تېرو څو کلونو کې د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې نژدې ملګرى هېواد پاتې شوى دی.

اوس مهال د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزه راکړه ورکړه نژدې دوه میليارده دالرو ته رسېږي.

د افغانستان ګرد بازارونه د پاکستاني توکو په پلور او پير تاوده پاتې شوي، خو په تېرو څو کلونو کې افغان سوداګر شکايت کوي چې پاکستاني چارواکي د هغوى د لاريو په تګ راتګ کې ستونزې پيښوي او په سوداګريزو چارو کې خنډونه ورته جوړوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .