له اربکیانو شکایت وشو

د خپريدو وخت: 16:40 گرینویچ - شنبه‬ 16 مارچ 2013 - 26 کب 1391

دغو لاريونيانو له سيمه ییزو چارواکو غوښتنه کوله چې په سيمه کې د اربکيانو د خپلو سرو عملياتو، کړونو او "ظلمونو" مخه ونيسي.

د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د يو شمېر کليو په زرګونو تنو د يوه اعتراضیه لاريون په ترڅ کې د شپږو ساعتونو لپاره لار وتړله.

دغو لاريونيانو له سيمه ییزو چارواکو غوښتنه کوله چې په سيمه کې د اربکيانو د خپلو سرو عملياتو، کړونو او "ظلمونو" مخه ونيسي.

دغو لاريونيانو ادعا کوله چې په ده يک ولسوالۍ کې اربکيان د خلکو کورنو ته ننوزي او په زور ځوانان له ځانه سره وړي او بيا يې د خپلو خلکو په مقابل کې وسله وال کوي.

هغوی دا ادعا هم کوله چې دوی په زور له خلکو ډوډۍ غواړي او داسې ناوړه چلند کوي چې نه د مشرانو درناوی کوي او نه هم د ديني عالمانو.

مولوي شفيق الله توني چې په دغه لاريون کې يې خبرې کولې وويل " موږ له اربکيانو په تکليف يو او هر هغه څوک که په خپله خوښه ور سره درېږي مخه يې نه نيسو خو نور څوک دې په زور له کورنو نه باسي."

هغه وويل که چېرې د دوی د دغو ناسمو کړنو مخه و نه نيول شي نو دوی به دا ډول لاريونونو لا پسې وغځوي او هم به لوړو مقاماتو ته شکايت وکړي.

نوموړي وويل ولسوالۍ ته يې هم دا خبره کړې خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

د دغه لاريون يو بل ګډون کونکى حاجي شېر ادم هم وويل "له څه مودې راهيسي چې اربکيان په سيمه کې پيدا شوي خلکو ته يې ګڼې ستونزې پيدا کړي، خلک وهي او سپکاوی يې کوي."

په عين حال کې د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک وايي "موږ د دغو خلکو په شکايتونو غور کوو او که داسې څوک ومومو چې له خلکو سره ناسم چلند کوي حتمي يې مخه نيسو او قانون چلند به ورسره وکړو."

د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې په اندړو ولسوالۍ کې هم خلکو د ناني په سيمه کې لاريون وکړ او له اربکيو يې شکايت کاوه.

هغوی د ده يک د ولسوال د لرې کولو غوښتنه کوله او داسې شعارونه يې هم ورکول چې ويل يې "اربکي د امريکايانو د لاس اله ده."

هغوی ويل که دوی د دغو کسانو مخه و نه نیسي نو لاریونونو ته به دوام ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .