مشرانو جرګه د کانکور کمېټې پرځای ملي کمېټه غواړي

د خپريدو وخت: 12:21 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391
مشرانو جرګه

فضل هادي مسلمیار :''له شک پرته د کانکور په ازموینه کې خیانت شوی دی او هر څوک چې له دې خیانت نه سترګې پټوي، پخپله خاین دی''.

د تېر کانکور د ازموینې د پایلو پرسر نن (یکشنبه/ مارچ ۱۷) يوځل بيا د مشرانو جرگې د لوړو زده کړو وزير او د دغه وزارت چارواکي خپلې غونډې ته وربللي او د يو لړ پوښتنو په ترڅ کې يې له هغوى سره په ډيره زيږه ژبه خبرې کولې.

ځینې دغه سناتوران په دې باور وو، چې له ځینو ولایتونو سره د کانکور په ازموينه کې د مور ميرې سلوک شوى او د ډيرو زده کوونکو پر حقونو سترگې پټې شوي دي.

ځینو نورو بیا ویل، چې ان په دغه بهير کې ځینو هېوادونو هم لاسوهنه کړې، چې د دوى په خبره دغه پایلې دوی ته د منلو نه دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د سناتورانو د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل، هغه کسان چې د کانکور په ازموینه کې بې پایلې پاتې دي، تر ډېره به هڅه وکړي، چې پخپلو ولایتونو کې يي ورته د زده کړې زمینه برابره کړي.

هغه دا هم وويل، چې د کانکور کمیټه کولای شي، د معترضو زده کونکو شکایتونو ته ځواب ووايي:

سوګند

''د یوه مسلمان په توګه په هغه خدای قسم یادوم، چې زه يي پیدا کړی یم، د یوه کس لپاره هم واسطه شوی نه یم او د کانکور په کمېټه کې مې هېڅ ډول رول نه درلود. د کانکور د کمېټې غړي دلته دي، تاسو کولی شئ، سوګند ورکړي او ورنه وپوښتئ، خو دوی خپل کار په سمه توګه سرته رسولی دی''.

سره له دې، چې د لوړو زده کړو وزیر د سناتورانو اندېښنو ته تر یوه حده ځواب ووایه، خو بیا هم د وزیر څرګندونې د مشرانو جرګې غړو ته د منلو وړ نه وې.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل:''له شک پرته د کانکور په ازموینه کې خیانت شوی دی او هر څوک چې له دې خیانت نه سترګې پټوي، پخپله خاین دی. موږ پر هغو کسانو چې د کانکور په آزموینه کې بریالي شوي، خپه نه یو او هغوی ته مبارکي وايو، خو د خیانت خبره باید''.

مشرانو جرګې د غونډې د کانکور د ازموينې په بهير کې د لا زيات رڼښت د رامنځته کولو په موخه پريکړه وکړه، چې له دې وروسته دې په ملي کچه د کانکور کميټه جوړه شي او پخوانۍ هغه دې ټولې ړنگې شي:

"که څه هم د ملي شورا وروستيو پرېکړو د کانکور په ازموینه کې بې پايلې او پاتې راغلو زده کونکو په منځ کې هيلې زياتې کړي ، خو لا هم جوته نه ده چې دغه پريکړې به تر کومه بريده عملي بڼه خپله کړي."

''سناتور صیبانو ستاسو له خبرو دری خبرې رابرسېره شوې، چې د کانکور د کمېټې او د وزیرصیب پروړاندې به پر همدغو دریو خبرو رااچونه وکړو. د کانکور کمېټه دې ړنګه شي او ملي کمېټه دې جوړه شي، تاييد ده؟ پر یوې مخالفې رایې ټولو هوکړه وکړه، چې ړنګه دې شي. په هغو ولایتونو کې چې د کانکور رایې خلکو ته د منلو وړ نه دي او خپله وزير صیب او د وزارت رهبري ورنه شکایت لري، د خلکو د قناعت لپاره دې عدلي تعقیب شي، دا هم تایید شوه. او بله خبره دا چې د کانکور لپاره له ولسمشر او د نظام له رهبری نه غوښتنه وشي، چې یوه ملي کمېټه دې جوړه شي، تاييد ده؟ دا هم تایید شوه''.

تېره ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کانکور د ازموینې پایلې دې د یوې ګډې کمېټې لخوا وڅېړل شي، چې پکې د مدني ټولنې د ملي شورا د دواړو جرګو او د لوړو زده کړو د وزارت استازي گډون ولري .

دا رنگه دغه وزارت ته دا سپارښتنه هم شوې وه، چې د دغه گډې جرگه گۍ تر پايلو وړاندې دوى نه شي کولاى پر بریاليو زده کوونکو د پوهنتون پيژن پاڼې ووېشي.

که څه هم د ملي شورا وروستيو پرېکړو د کانکور په ازموینه کې بې پايلې او پاتې راغلو زده کونکو په منځ کې هيلې زياتې کړي ، خو لا هم جوته نه ده چې دغه پريکړې به تر کومه بريده عملي بڼه خپله کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .