افغان پوځ سوېل لوېديځو ولايتونو کې عمليات پيلوي

د خپريدو وخت: 18:27 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

په پام کې ده چې دغه پسرلني عمليات د نوي کال له پيل سره همهاله پيل شي.

افغان امنيتي ځواکونه د نوي لمريز کال له پيل سره يانې درې ورځې وروسته په سوېل لوېديځو ولايتونو کندهار، اروزګان او زابل کې د حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې پراخ عمليات پيلوي.

د سوېل لوېدځې حوزې د ٢٠٥ اتل قل اردو قوندان جنرال عبدلحميد حميد ويلي د دغو عملياتو موخه راتلونکو ټاکنو، د برېيښنايي پېژندپاڼو وېش، او امنيتي لېږد ته لاره هوارول دي.

تېر کال افغان او بهرنيو ځواکونو د سوېلي لوېدځې حوضې له يو شمېر داسې ولسواليو څخه د حکومت وسله وال مخالفان وويستل چې د څو کلونو راهيسې يې تر ولکې لاندې وې، خو ويل کېږي چې لا هم په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنۍ ګواښونه پر ځاى دي.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قل اردو چارواکي وايي دا عمليات د ملي پوځ، ملي پوليسو او ملي امنيت له خوا په ګډ او خپلواک ډول پيلدونکي دي، خو د اړتيا پر مهال به يې د بهرنيو ځواکونو هوايي ځواک ملاتړ ته ور دانګي.

په پام کې ده چې دغه پسرلني عمليات د نوي کال له پيل سره همهاله يانې درې ورځې وروسته پيل شي.

د سوېل لوېديځې حوزې د ٢٠٥ اتل قل اردو قومندان جنرال عبد الحميد حميد ويلي دي چې د دغو عملياتو موخه په کندهار اروزګان او زابل ولايتونو کې راتلونکو ټاکنو، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش، او د امنيت لېږد ته لاره هوارول دي.

تېر کال افغان او بهرينو ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې د حکومت وسله وال مخالفان د سوېل لوېديځې حوزې له يو شمېر داسې ولسواليو څخه وويستل چې د څو کلونو لپاره يې پرې ټينګه ولکه لرله.

خو اوس ويل کېږي چې د کندهار د پنجوايي، غورک، شورابک، او ريګستان ولسواليو په ګډون د سوېل لوېديځې حوزې د يو شمېر نورو ولسواليو په ځينو کليو کې هم امنيتي اندېښنو تېغ وهلى دى او دا اندېښنه شته چې ښايي د هوا په تودېدو سره دغه نا امني نورو امن ولسونو ته وغځېږي.

د ٢٠٥ اتل قل اردو قومدان ويلي دي چې په کومو سيمو کې د نا امنۍ ګواښ لوړ بريښي هلته به چاڼيز عمليات تر سره کوي، او په کومو سيمو کې چې د ګواښونو کچه ټيټه ده هلته به د خپلو مېشتو ځواکونو د ملاتړ عمليات تر سره کړي.

خو وايي که ځانګړي هدفونه رامخې ته شي، بيا به ځانګړي افغان ځواکونه ځانګړي عمليات تر سره کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .