د لوګر او پکتيا ۲۰۰۰۰ کورونو ته برېښنا ورکول کېږي

د خپريدو وخت: 10:15 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

۲۰ سلنه بریښنا په کور دننه د بندونو او ډیزلي جنراتورونو پر مټ تولیدیږي.

د افغانستان بریښنا شرکت وايي په پام کې لري چې د اسيا پرمختيايي بانک د ۲۰۰ ميليونه ډالرو مرستې پر مټ د برېښنا دوه لويې پروژې بشپړې کړي.

په دغو مرسته شويو پيسو په راتلونکې کې په لوګر او پکتیا ولایتونو کې شاوخوا ۲۰ زره کورونو ته بریښنا برابره کړي او په بله پروژه کې به له ترکمنستانه تر مزار شریف ښاره د بریښنا مزي تمديد کړي.

د دغه شرکت مشر عبدالرزاق صمدي وايي په دغو پيسو به په لوګر او پکتیا ولایتونو کې د بریښنا دوه فرعي سټيشنونه جوړ کړي.

د ښاغلي صمدي په وینا د اسیا پرمختیايي بانک د افغان حکومت سره دغه مرسته په وړیا توګه کړې خو دا چې د افغانستان بریښنا شرکت نیمه دولتي شرکت دی نو ۴۰ کاله وروسته به دغه پیسې بیرته افغان حکومت ته سپاري.

د بریښنا شرکت د چارواکو په وینا اوسمهال د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي بریښنا لري او په ۲۰۱۶ کال کې د دغې پروژې په بشپړیدو سره به ۳۰ سلنه نور وګړي هم له بریښنا څخه برخمن شي.

د چارواکو په وینا د افغانستان ۸۰ سلنه بریښنا وارداتي ده او دغه هیواد هر کال له خپل ګاونډيانو نه ۸۰۰ میګاواټه بریښنا واردوي .

خو ۲۰ سلنه نوره بریښنا بیا په کور دننه د بندونو او ډیزلي جنراتورونو پر مټ تولیدیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .