افغان حکومت له وردګو د امريکايانو پر وتلو ټينګار کوي

د خپريدو وخت: 05:20 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391
ميدان وردګ

د ميدان وردګ ځايي خلک وايي بهرني ځواکونه دغلته خلک ځوروي او ان وژني يې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له ميدان وردګو ولايت نه د امريکا د ځانګړو ځواکونو پر وتلو ټينګار کړی.

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې وينا پاڼه کې چې د ملي امنيت شورا په غونډه کې د دغه ولايت د يو شمېر اوسېدونکو پر لاريون چې تېره پنجشنبه په پلازمېنه کابل کې ترسره شو له خبرو اترو وروسته دا پرېکړه وشوه.

افغان ولسمشر حامد کرزي څه باندې دوه اوونۍ وړاندې امر وکړ چې د امريکا ځانګړي ځواکونه دې له ميدان وردګو ولايت نه په بشپړ ډول ووځي.

حامد کرزي دغه حکم د ځايي خلکو د هغو شکايتونو وروسته ورکړ چې ادعا يې کوله د دغو ځواکونو له لوري خلک وهل ډبول کېږي، ځورول کېږي او ان وژل کېږي.

وينا پاڼه زياتوي په ياده غونډه کې د بدخشان د وردوج ولسوالۍ روان حالت هم و ارزول شو، چې په وروستيو کې د تاوتريخوالي په تړاو ترې راپورونه ورکړل شوي دي.

غونډې ته په وړاندې شوي راپور کې راغلي چې اضافي امنيتي ځواکونه په سيمه کې ځای پر ځای شوي او عمليات روان دي.

د ملي امنيت شورا د ولسمشر کرزي دویم مرستيال کريم خليلي ته دنده سپارلې چې زيانمنو شويو کسانو ته اړينې مرستې ورسوي.

په وردوج ولسوالۍ کې په وروستيو کې له مخالفينو سره په نښتو کې ګڼ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

طالبانو دغلته د نورو سرتېرو د وژلو ادعا کړې، خو حکومت تر اوسه د طالبانو د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د امنيت شورا په غونده کې دغه راز وويل شول چې د افغانستان په لويديځ کې د سلما بند د جوړولو پر وړاندې يو شمېر بهرنيو کړيو جدي ګواښ رامنځته کړی، چې په خبره يې بايد لرې شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .