سږ کال د پوليسو مرګ ژوبله ۱۵ سلنه پورته شوې

د خپريدو وخت: 12:04 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

د کورنيو چارو وزارت په وينا په ١٣٩١ کال کې يې ۴۰ ځانمرگي بريد گر نيولي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د ١٣٩١ لمريز کال په ترڅ کې د افغان پوليسو په وژنه کې پنځلس سلنه زياتوالى راغلى دی.

د وزارت سرچينې وايي په همدغه کال کې شاوخوا ١٨٠٠ پوليس وژل شوي او تر ۳۰۰۰ نور ټپيان شوي، خو دا هم وايي چې په همدغه کال د وسله والو مخالفينو مرګ ژوبله هم زياته وه.

دوی وايي د دولت وسله والو مخالفينو په ١٣٩١ لمريز کال کې پر پوليسو تر ۶۳۰۰ زيات بريدونه کړي چې ډيری يې د سړک غاړې بمونه، ځانمرگي بريدونه او وسله والې نښتې دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي: "له بده مرغه په روان کال کې ١٨٠٠ ملي پوليسو ستاسو د خونديتوب او د امنيت د ټينگښت لپاره ځانونه قربان کړي دي، دا ټول شهيدان دي، د دوى قدر بايد وشي دا رنگه ٣٠٠٠ نور پوليس ټپيان شوي دي."

وزارت دا رنگه په همدغه کال کې د هغو لاسته راوړنو يادونه هم کوي چې افغان پوليسو ته په برخه شوي دي.

"هغه مرگ ژوبله چې موږ په پوځي عملياتو کې مخالف لوري ته اړولې ډيره درنه ده. لږ تر لږه ٤٦٠٠ وسله وال مخالفين د خپلواکو عملياتو له امله چې په ټول افغانستان کې تر سره شوي، وژل شوي او ٦٧٠٠ نور يې نيول شوي."

صديق صديقي

د ښاغلي صديقي په خبره دوى د دولت مخالفينو ته درنه مرگ ژوبله اړولې او د هغه په ټکو چې زرگونه مخالفين يې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې وژلي او ټپيان کړي دي:

"هغه مرگ ژوبله چې موږ په پوځي عملياتو کې مخالف لوري ته اړولې ډيره درنه ده. لږ تر لږه ٤٦٠٠ وسله وال مخالفين د خپلواکو عملياتو له امله چې په ټول افغانستان کې تر سره شوي وژل شوي، کابو ٩٨٠ تنه ټپيان شوي او ٦٧٠٠ تنه مخالفين چې تورن وو نيول شوي دي."

د کورنيو چارو وزارت په وينا په ١٣٩١ کال کې يې ۴۰ ځانمرگي بريد گر نيولي او زياته وسله يې تر گوتو کړې ده.

په افغانستان کې ميشت نړيوال ځواکونه ناټو وايي په تير ميلادي کال کې د دوى لږ تر لږه ٢٧٤ کسه وژل شوي، خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي دوى به په تيريدونکي کال کې د ملي پوځ د مرگ ژوبلې په تړاو رسنيو ته مالومات ورکړي.

دا رنگه په دغه هيواد کې د استخباراتي مامورينو د مرگ ژوبلې په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويل شوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .