له امريکاييانو سره اشرف غني پر بگرام زندان غږيږي

د خپريدو وخت: 13:08 گرینویچ - دوشنبه 18 مارچ 2013 - 28 کب 1391

د عالمانو شورا ويلي که امريکا په خپلو ژمنو نه دريږي، نو دا به د اشغال په مانا وي

افغان حکومت وايي له امريکا څخه د بگرام د زندانيانو د سپارلو په برخه کې يې د امنيتي مسووليتونو د لېږد د بهير مشر اشرف غني احمدزى ټاکلى چې خبرې وکړي.

دوی وايي ښاغلی احمدزی به په بګرام کې افغان لوري ته د افغان زندانيانو د سپارلو په تړاو له امريکايي چارواکو سره غږيږي.

له افغانستان نه د امريکا د دفاع وزير د ليدنې پر مهال ولسمشر له هغه غوښتي وو چې بايد په يوه اوونۍ کې دغه ستونزې هوارې شي.

تېره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل او کونړ ولایتونو کې خلکو د ولسمشر کرزي د وروستیو پرېکړو ننګه وکړه.

د افغانستان د عالمانو شورا ویلي که امریکایان بیا هم په خپلو ژمنو نه درېږي او سرغړونو ته دوام ورکوي، نو دا به د اشغال په مانا وي، چې د خپل عمل عکس العمل وګوري.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیاله عادله راز وايي د بګرام زندان د لېږد په برخو کې د واک د لېږد د کمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ته ويلي دي چې کار وکړي:

"افغان ولسمشر واشنګټن ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د لېږد په بهیر کې اخ ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي څخه غوښتي و چې پر دې موضوع کار وکړي . هغوی دغه مسولیت پر غاړه اخیستی دی."

ولسمشر کرزى، افغان لوري ته د بگرام زندان د مسووليتونو پر سپارلو ټينگار کوي او وايي د يوه خپلواک هېواد په توگه يې دا حق دى چې په خپله خاوره کې د زندانونو کنټرول يې په لاس کې وي.

خو د ځينو امريکايي چارواکو له خولې ويل شوي، هغوى پر دې اندېښمن دي چې ښايي افغانانو ته د زندان د واگو په سپارلو سره يو شمېر خطرناک بنديان خوشي شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .