ناټو د افغان ترینګلو مسایلو لپاره چټک هواری لټوي

د خپريدو وخت: 06:16 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391
ډنفورډ

د ناټو قومندان ټينګار کاوه چې د نړیوالو قوانينو له مخې د بګرام زندان له بندیانو سره انساني چلند بايد ډاډمن شي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ وايي د نوموړي ډله د بگرام زندان د سپارلو او له ميدان وردگو نه د امريکا د ځانگړو ځواکونو د وتنې په گډون، د ټولو هغو مسايلو په چټک هواري کار کوي چې د افغان ولسمشر غوسه يې را پارولې.

جنرال ډنفورډ له اسوشيتت پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، موږ دا مسايلو ته د بېړنيو موضوع گانو په سترگه گورو او پرې کار کوو، خو د هغه په وينا دا ډېر بنسټيز او همداراز پېچلي مسايل دي، نو دا کارونه بايد سم تر سره شي.

د ناټو قومندان افغان حکومت ته، نه د بگرام زندان د سپارلو او نه هم له مېدان وردگو نه د امريکا د ځانگړو ځواکونو د وتلو نېټه وټاکله.

خو نوموړي وويل چې په دې تړاو د افغانستان د کورنيو او دفاع د چارو له وزارتونو سره پر يوۀ پلان کار کوي.

ښاغلي دنفورد د بگرام زندان ته په اشاره وويل امريکا بايد په دې تړاو داسې يوه لار ومومي چې ولسمشر کرزي ته د منلو وړ وي او هم د دې څارنه وشي چې د زندان له سپارلو وروسته له شته بنديانو سره څه پېښيږي.

انساني چلند

د ناټو قومندان ټينگار کاوه چې د نړیوالو قوانينو له مخې دغو بنديانو سره انساني چلند بايد ډاډمن شي.

د ښاغلي ډنفورډ په وينا، دا چاره بايد په داسې ډول تر سره شي چې د افغانستان له ملي واکمنۍ سره په ټکر کې نه وي.

دغه امريکايي جنرال وويل په ميدان وردگو کې به د ځانگړو عملياتو مسؤوليت بالاخره افغان حکومت وسپارل شي، سم هماغسې چې د افغانستان له نورو برخو نه امريکايي ځواکونه ووتل.

خو د ښاغلي ډنفورډ زياته کړه دا به هغه مهال کېږي چې افغان چارواکي او دى په داسې يوۀ پلان سره هوکړه وکړي چې له مخه يې دا چاره په خونديتوب تر سره شي.

د جنرال ډنفورډ دا څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د امنيت شورا د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرې جوړه شوې غونډه کې له ميدان وردگو نه د امريکا د ځانگړو ځواکونو پر وتنې ټينگار وکړ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .