د غزني په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزير ګيله

د خپريدو وخت: 09:24 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

افغان حکومت وايي د لرغونو نښونو نښانو او نورو بيا رغاونه افغانانو او افغانستان ته ارزښت لري

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ويلي د اسلامي هيوادونو کلتوري بنسټ اى سيسکو ته دا خبره ارزښتناکه نه ده چې اوسمهال په غزني ولايت کې بيا رغاونه تر سره شوې ده او کنه.

د ده په وينا په وينا اسلامي هيوادونه غواړي چې د غزني تير برم په غونډو ا و کتابونو سره نورو ته وروپيژني.

سيد مخدوم رهين دا څرگندونې د افغانستان د مشرانو جرگې د غړو د دې نيوکو په ځواب کې کولې چې د راروانې لمريزې مياشتې په ترڅ کې غزنى په رسمي ډول د اسلامي هيوادونو پلازمينه ټاکل کيږي، خو په دغه ښار کې پلان شوې پروژې پلې نه شوې.

شاوخوا پنځه کاله مخکې د اسلامي هيوادونو کلتوري بنسټ اى سيسکو پريکړه کړې وه، چې غزني به په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د اسلامي هيوادونو د کلتوري پلازمينې په وياړمن نوم نوموي، خو مياشت او نيټه يې نه وو جوت شوي.

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت وايي د راروان لمريز کال د وري مياشتې ۲۴مه نيټه به د غزني ښار په رسمي ډول دغه نوم خپل کړي.

دا پنځه کاله افغان حکومت هيله لرله چې د غزني رغاونه او بيا رغاونه به ترسره شي، هوايي ډگر جوړلول، بريښنا برابرول، ستوريز هوټلونه جوړول، سړکونه پخول او لرغونې نښې نښانې بيا رغاول د غزني د چمتو والي د پلان برخې وې.

خو د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير سيد مخدوم رهين چې مشرانو جرگې ته غوښتل شوى و پرې نيوکې کېدې چې پرته د تاريخي ودانيو له بيارغاونې دا هيڅ ونه شول.

باقي بريال يو له همدغو سناتورانو و:

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين پنځه کاله وروسته د مشرانو جرگې عمومي غونډې ته وويل چې د اسلامي هيوادونو کولتوري بنسټ اى سيسکو ته دا مهمه نه ده چې اوسنى غزنى څه بڼه لري او په کومه کچه بيا رغاول شوى دى.

"د هغه اسلامي بنسټ تگلاره به درته وړاندې کړم چې غزنى يې غوره کړى دى، د دغه بنسټ له انده د ودانۍ او د تاريخي اثارو بيا رغاونه مطرح نه ده، هغوى ته دا مطرح ده چې غزنى او يا نور هغه ښارونه چې د اسلامي هيوادونو کلتوري پلازمينې ټاکل کيږي نورو ته وروپيژندل شي، غونډې جوړې شي، سيمينارونه جوړ شي، کتابونه او رسالې چاپ شي او د دغه ښار ارزښت ددغه هيواد او نړۍ خلکو ته جوت کړل شي."

ښاغلي رهين وويل د لرغونو نښونو نښانو او نورو بيا رغاونه افغانانو او افغانستان ته ارزښت لري.

امنيت د غزني د لرغونو ځايونو د بيا رغونې لپاره تر ټولو لوی خنډ بلل شوی دی

خو د غزني د چمتوالي د جرگگۍ غړي او په ودانيزو چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار يوسف پښتون چې هغه هم غونډې ته ورغوښتل شوى و وويل، دوی د غزني د رغاونې او بيا رغاونې پلان درلود خو يو مرستندويان په شا شول او بله دا چې د غزني امنيت ډاډمن نه وو، نو ځکه ډير څه ونه شول.

ښاغلي پښتون وويل چې ايران هم د غزني رغاونې او بيا رغاونې ته کلک ټټر وهلى و خو وايي وروسته د نا څرگند لامل له کبله پر شا شو.

ټاکل شوې ده چې په غزني کې د اسلامي هيوادونو د استازو غونډې د وري مياشتې له څليريشتمې نيټې پيل شي.

چارواکي وايي په لومړۍ غونډه کې به د اسلامي هيوادونو ديرش يا څلويښت تنه د بهرنيو چارو وزيران او استازي گډون وکړي.

ښاغلي پښتون د غونډې د امنيت په اړه انديښنه درلوده، خو ښاغلي رهين وويل که افغان امنيتي ځواکونه د يوې اوونۍ لپاره د غزني ښار امنيت ونه نيسي تر ١٠٢٤ ميلادي کال وروسته به څه کوي چې د ټول هيواد امنيت ور تر غاړې کيږي.

چارواکي وايي په پام کې ده چې د افغانستان د امنيت شورا په راتلونکې غونډه کې د غزني د امنيت د خوندي کولو پر لارو چارو غور وشي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .