په هلمند کې د برتانيا جگړييز عمليات ختم شوي

د خپريدو وخت: 06:25 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

په هلمند کې له تېرو څو کلونو راهيسې زرګونه برتانوي پوځيان پر دنده بوخت دي

په هلمند کې د برتانيا پوځي قومندانان وايي اوسمهال په دغه ولايت کې ځمکني جگړييز عمليات نه تر سره کوي.

ناټو تېره مياشت دا پرېکړه وکړه چې دغه رازعمليات ودروي، خو ځينې برتانوي سرتيري وايي له تېر ډسمبر راهيسې يې په عملياتو کې ونډه نه ده لرلې.

سر فرقه مشر کارل بيسلي وايي د دوى جگړييز فعاليتونه وار له مخه ودرېدلي دي:

" تر هغه ځايه چې د پوځي عملياتو خبره ده موږ اوس دلته دغه راز عمليات نه کوو. شاو خوا دوه نيمې يا درې مياشتې وشوې چې موږ هېڅ پوځي عمليات نه دي کړي."

برتانيا درې کاله وړاندې په هلمند کې ١٢٠ لويې او وړې پوځي اډې درلودې چې اوس يې شمېر ١٢ ته راښکته شوی دی.

فرضيه دا ده چې د ناټو دغه ځواکونه به د راتلونکي يو نيم کال لپاره د افغانستان په سوېل کې چې يومهال له تاوتريخوالي ډکه سيمه وه په خپلو اډو پورې محدود پاتې وي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې دغه ځواکونه ژر له دغه ځايه نه وځي؟

په جگړه کې مرسته

برتانوي قومندانان وايي افغان ځواکونه چې دوى ورسره کار کوي اوس هم د اړتيا پر وخت کې په دوى د مرستې غږ کولى شي، او دوى دې ته چمتو ولاړ دي.

خو په هلمند کې د افغان ملي اوردو د غونډ مشر جنرال شيرين شاه وايي دوى په پوځي عملياتو کې د بهرنيو ځواکونو مرستې ته کومه اړتيا نه لري او نه يې دغه راز کومه غوښتنه کړې.

د برتانيا جگړه

برتانوي سرتيري اوس هم په ډېرو خطرناکو فعاليتونو کې ښکېل دې.

د بېلگې په ډول د تجهيزاتو د رااېستلو په کاروانونو کې، د بم شنډولو په چارو کې ملاتړ او د اکمالاتو لپاره د هليکوپټرو کارول.

بل لوري ته د برتانيا ځانگړي ځواکونه چې له هلمنده لرې ماموريتونه تر سره کوي اوس هم په چپاوونو کې ونډه اخلي.

ښايي همدا دليل وي چې د برتانيا حکومت په زغرده په افغانستان کې د خپلې جگړې د ختمېدا خبره نه کوي، ځکه کېداى شي د دغو فعاليتونوپه ترڅ کې سرتيرو ته مرگ ژوبله واوړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .