هلمند کې د مظاهرو پر مهال ۴ کسه وژل شوي

د خپريدو وخت: 13:16 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

دا روښانه، نه ده چې په رېښتيا هم اسلامي مقدساتو ته سپکاوی شوی که نه

د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ سلګونه ځايي اوسیدونکو نن د هغه کس پر ضد لاریون کړی چې د دوی په خبره اسلامي مقدساتو ته يې سپکاوی کړی.

لاريون کوونکي ادعا کوي تېره شپه يو کس چې د دوی په وينا د پوليسو يونیفورم يې پر تن وو په يوه جومات کې سپېڅلو کتابونو ته سپکاوی کړی.

خو تر اوسه په خپلواک ډول لا دا نه ده کره چې د خلکو دغه ادعا څومره سمه ده.

د هلمند ولايتي چارواکي وايي لاريون هغه مهال په تاوتريخوالي واوښت چې د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ يو پر ډزې وشوې.

دا نه ده څرګنده چې ډزې چا پيل کړي، ځکه ځايي چارواکي ادعا کوي لومړی پر پوليسو ډزې شوي او پوليس مجبور شوي چې غبرګون وښيي.

د هلمند د والي وياند وايي په دغو ډزو کې څلور کسه وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون اووه کسه نور ټپيان دي.

ولايتي چارواکي ادعا لري چې سپيڅلو کتابونو ته بې احترامي د وسله والو طالبانو په لمسون او قومنده شوې، او دوی يې د حالاتو د خرابولو يوه دسيسه بولي.

خو طالبانو رسنيو ته په استولو پيغامونو کې ادعا کړې، چې دا کار پوليسو کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .