ولسمشر کرزي طالبان یو ځل بیا سولې ته راوبلل

د خپريدو وخت: 17:03 گرینویچ - چارشنبه 20 مارچ 2013 - 30 کب 1391

کرزی له طالبانو غوښتي چې له سولې سره په يو ځاى کيدو سره، د ملکي وګړو له وژلو څخه لاس واخلئ

ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په پیغام کې طالبانو ته یو ځل بیا د وروڼو خطاب وکړ او پر هغوی یې غږ وکړ چې د خوښۍ او خوشالۍ په دې ورځ کې چې د افغانستان خلک نوى کال پيلوي، خپلې خاورې او کور ته را ستانه شي.

په دغه خبرپاڼه کې د ولسمشر کرزي له خولې ویل شوي "هغه طالبان چې ځان افغان مسلمان بولي، بيا یې هم د ورور په نامه خطاب کوم چې وروره ! هغه بهرنی ټوپک چې د بهرنيانو په ګټه دى؛ له خپلې اوږې څخه لرې کړه. راشه خپل کور او ټاټوبي ته او له خپل هېوادوالو سره لاس يو کړه او د دې خاورې په پرمختګ کې او د اسلام او افغانيت په پياوړتيا کې برخه واخلي چې زموږ هېواد د بهرنيانو له احتياج او اړتيا څخه خلاص شي".

ولسمشر کرزی له طالبانو غوښتي چې له سولې سره په يوځاى کيدو سره، د ملکي وګړو له وژلو څخه لاس واخلئ، د افغانستان سپين ږيرې، کونډې ښځې، ماشومان، ځوانان او کوچنیان دې په ناحقو بريدونو کې نه وژني.

په خپل پیغام کې کرزي طالبانو ته وویل په هغه ځوان چې په یو ناچيز معاش سره هره ورځ د دې هيواد دفاع ته ولاړ دى، بريد مه کوئ؛ ځکه د افغانستان په سرتيرو، پوليسو او د ملي امنيت په کارکوونکو بريد د دې خاورې په پياوړتيا باندې بريد دى.

"کرزي پر خپل پیغام کې طالبانو ته وویل پر هغه ځوان چې په یو ناچيز معاش سره هره ورځ د دې هيواد دفاع ته ولاړ دى، بريد مه کوئ"

ولسمشر کرزی طالبانو ته دا خبرې په داسې حال کې کوي چې څو روځې وړاندې یې وویل طالبان امریکا ته خدمت کوي او يو شمېر وسله وال طالبان یې تورن کړل چې له بهرنيانو او د افغان دولت له اپوزيسيون سره په الوتکو کې گډ سفرونه کوي او له هېواده بهر خبرې کوي.

هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان په پاریس کې له امریکایانو سره چاکلیټونه خوري او دلته ولسې افغانان وژني.

وسله والو طالبانو او امريکايي چارواکو دواړو د کرزي دغه څرګندونې ناسمې بللې دي.

د نوي کال په پیغام کې ولسمشر کرزي د ښوونځیو زده کوونکو ته وویل چې د خپل وخت له هرې ثانيې څخه دعلم او پوهې د زده کړې لپاره استفاده وکړي. ښه کارونه غوره کړي او په زحمت او دعلم په زده کړې سره خپل ګران هيواد او کورنۍ، له بهرني احتياج څخه وژغوري.

حامد کرزي ټينګار وکړ چې افغانستان يوازې د ګرانو ځوانانو په پياوړو مټو او د علم په ترلاسه کولو سره کولاى شي خپلې هميشنۍ هيلې ته چې هماغه د نړۍ د ترقۍ په کاروان کې مخکښ والى دى؛ ورسيږي .

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نوی کال لمانځنه منع شوې وه خو د هغوی د رژیم له نسکورېدو وروسته اوس هره کال د افغانستان دولت دغه ورځ په رسمي توګه لمانځي.

هر کال د نوي کال رسمي مراسم په مزار شریف کې د حضرت علي په روضه کې د بېرغ (د علم مبارک) په پورته کولو سره تر سره کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .