بدخشان کې د ۴۳ مخالفانو د وژلو ادعا شوې

د خپريدو وخت: 10:52 گرینویچ - جمعه 22 مارچ 2013 - 02 وری 1392
بدخشان

ولايتي چارواکي وايي عمليات به تر هغه دوام وکړي، چې سيمه د وسله والو له شتونه پاکه شوي نه وي.

افغان حکومت کابو دوه اوونۍ وروسته له هغه د بدخشان په وردوج کې د وسله والو پر ضد پوځي عمليات پيل کړل چې د ملي اردو ۱۶ سرتېري يې ووژل.

د بدخشان ولايتي چارواکي وايي افغان ځواکونه چې د دفاع وزارت د هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی وسله وال طالبان له هغو پټنځايونو ويستو ته اړ کړي چې دوی ترې پر افغان ځواکونوو بريدونه کول.

د والي وياند عبدالمعروف راسخ بي بي سي ته وويل په دغو پوځي عملياتو کې له ۴۳ زيات وسله وال وژل شوي، خو ملکيانو او افغان ځواکونو ته په کې زيان نه دی اووښتی.

ولايتي چارواکي وايي د نژدې ټول مخالف وسله وال ځايي اوسېدونکي دي، چې درې په کې مهم قومندانان هم دي.

دوی وايي تر هغه به خپلو پوځي عملياتو ته ادامه ورکوي چې سيمه يې د وسله والو له شتون، نه پاکه کړې نه وي، خو ترڅنګ يې دا هم وايي هغه کسان چې سوله غواړي، د سولې ور ورته پرانستی دی.

طالبان یې نه مني

وسله وال طالبان د بدخشان د ځایي چارواکو دا ادعا نه مني.

ځايي چارواکي هغه راپورونه تاييدوي چې ځينې وسله وال جنګيالي له وردوج ولسوالۍ نه د دغه ولایت نورو سيمو ته تښتېدلي دي، خو وايي دوی يې تعقيبوي او پر ضد به يې عمليات دوام ولري.

دوی ادعا کوي د ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو له شتون، نه پاکه شوې او هوډ لري چې دغه ولسوالي او ټول ولایت له مخالفو وسله والو پاک کړي.

وسله وال طالبان د بدخشان د ځایي چارواکو دا ادعا نه مني.

رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې طالبانو منلې چې په وردوج کې بمباري شوې، خو د دوی پلویانو ته په کې زيان نه دی رسېدلی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .