کرزی د سولې بهیر چټکتیا لپاره قطر ته ځي

د خپريدو وخت: 10:26 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

ولسمشر کرزی په نژدې راتلونکي کې د قطر په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر کرزی به قطر ته پخپل سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو سربېره د سولې پر بهیر هم خبرې وکړي.

بله خوا د ولسمشری ماڼۍ وايي، د دغه سفر پر اجنډا کار روان دی او لا روښانه نه ده، چې ولسمشر کرزی به هلته د طالبانو له استازو سره وګوري او کنه؟

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته وویل، لاهم په قطر کې له طالب استازو سره د ولسمشر حامد کرزي د کتنې په اړه اجنډا نه ده جوړه شوې، خو کار پرې روان دی:

''تر اوسه پورې هېڅ داسې پرېکړه نه ده شوې، چې ولسمشر حامد کرزی دې په قطر کې له طالب استازو سره وګوري، خو ددغه سفر د جزییاتو په اړه څه ویل له وخت وړاندې بولم. د افغانستان او قطر د بهرنیو چارو وزارتونه ددغه سفر پر اجنډا کار کوي او له چا سره به ګوري.''

په قطر کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره د دفتر د پرانیستلو مساله شاوخوا له دوو کالو راهیسې روانه ده.

"ولسمشر حامد کرزی قطر ته د دغه هېواد د امیر په رسمي بلنه ځي او ترڅنګ به یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کېږي او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړېدو په اړه زموږ دریځ پخوانی دی"

جانان موسی زی

د دغو خبرو اترو لپاره افغان دولت وسله والو طالبانو ته ځینې شرطونه هم وړاندې کړي دي، چې د افغانستان اساسي قانون به مني او له القاعدې ډلې سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

خو اوس به افغان ولسمشر حامد کرزی قطر ته په خپل سفر کې د سولې په اړه د خبرو اترو مساله له نژدې د هغه هېواد له چارواکو سره شریکوي.

د طالبانو دفتر

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، چې ښاغلی کرزی به په دغه سفر کې د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو ترڅنګ د سولې پر بهیر هم د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي:

''ولسمشر حامد کرزی قطر ته د دغه هېواد د امیر په رسمي بلنه ځي او ترڅنګ به یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کېږي او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د جوړېدو په اړه زموږ دریځ پخوانی دی''.

افغان دولت همداراز وايي، له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره وړاندې شوي شرطونه پخپل څای دي.

که څه هم افغان دولت په قطر کې له طالبانو سره د خبرو اترو د دفتر پرانیستل له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ګټور بولي، خو وسله والو طالبانو تراوسه د افغان دولت د دغو شرطونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .