بګرام زندان افغانانو ته سپارل کېږي

د خپريدو وخت: 05:06 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392
بګرام زندان

د ۲۰۰۲ په دسمبر کې له بګرام زندانه څلور مهم بندیان وتښتېدل.

د افغانستان او متحدو ایالتونو ترمنځ د بګرام زندان د سپارلو پر سر جدي خبرې له یوې اوونۍ راهیسې روانې وې، چې بالاخره د دوشنبې ورځ (مارچ ۲۵) یې د سپارلو لپاره پر وروستۍ نېټې هوکړه شوې ده.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل د تېرې شنبې پر ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په تیلې فوني خبرو کې د بګزام زندان د چارو سپارلو موافقه وکړه.

د پروان زندان د سپارلو پر سر ناندرۍ او جنجال په دې وروستیو کې د افغان او امریکايي حکومتونو ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا خوا ته کش کړي دي.

"خطرناک بندیان"

وړاندې افغان حکومت ددغه زندان د چارو د ژر سپارلو غوښتنه کړې وه، خو امریکايي قومندانانو له دې اړخه اندېښنه ښودله، چې ګني ځینې "خطرناک بندیان" به له خوشي کېدا وروسته بیا وسلو ته لاس کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، چې په دغه زندان کې "بې ګناه بندیان" ساتل کېږي، چې په وینا یې له کبله یې د حکومت او ولس ترمنځ واټن ډېر کړی دی.

بګرام زندان

  • د بګرام زندان په ٢٠٠١ کال کې امريکايانو جوړ کړ او له خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن کسان يې په کې ساتلي.
  • له دغه زندانه تر اوسه د لېږد بهير له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰۰۰ بندیا ن افغان حکومت ته سپارل شوي.
  • دغه زندان ته څېرمه د امریکايي ځواکونو یوه هوايي اډه هم پرته ده په ۲۰۰۲ کال کې په دغه زندان کې د امریکايانو له لوري د شکنجې پرمهال د دوو افغان بندیانو د مړینې راپور ورکړل شو.
  • دغه زندان په ګوانتانامو کې د امریکايي او عراق کې د ابو غریب له زندانونو سره ورته بلل شوی دی.
  • د ۲۰۰۲ په دسمبر کې له دې زندانه څلور مهم بندیان وتښتېدل.

خو ښکاري، چې امریکایانو ته داسې ډاډ ورکړل شوی، چې بندیان به ساتل کېږي.

د امریکا دفاع وزیر له ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د قوانینو پربنسټ د خطرناکو بندیانو ساتل دوی ته هم اهمیت لري.

د ولسمشر حامد کرزي دفتر خبرداری ورکړ و، که چېرې د زندان د سپارلو لړۍ وځنډول شي، د کابل- واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي کولای شي.

په دې وروستیو کې د حامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت او امریکايي چارواکو ترمنځ افغانستان کې د امریکا تر یوولس کلن پوځي حضور وروسته په اړیکو کې ترینګلتیا رامنځ ته شوې ده.

ښاغلی کرزي له ښاغلي هېګل سره په وروستۍ کتنه کې، امریکا له طالبانو سره په پټو خبرو او یو اړخیزه خبرو تورنه کړه.

ولسمشر کرزي ویلي وو، چې امریکا له طالبانو سره په لوېديځو او خلیجي هېوادونو کې پټې خبرې کوي، خو افغانستان کې جګړه د خپلې ګټې لپاره جاري ساتي.

خو امریکا د ښاغلي کرزي دغه څرګندونې رد کړې.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهال وېش سره سم، د راتلونکي ۲۰۱۴ کال تر پیلېدا پورې به له دغه هېواده نژدې نیمايي بهرني پوځيان ووځي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .