اسټرالیا ارزګان کې خپله مهمه پوځي اډه تړي

د خپريدو وخت: 06:40 گرینویچ - سه شنبه 26 مارچ 2013 - 06 وری 1392

اسټرالیا افغانستان کې نژدې ۱۵۵۰ پوځيان لري، چې ډېری یې په اروزګان ولایت کې مېشت دي.

اسټراليا اعلان کړی هغه مهمه پوځي اډه چې ځواکونو يې کاروله د دې کال په وروستيو کې تړي او ډېری ځواکونه به يې بېرته کورته ستانه شي.

د اسټراليا د دفاع وزير سټيفن سمېت وويل ايساف پرېکړه کړې چې د ارزګان په ترينکوټ کې دغه پوځي اډه تړي او په دغه هېواد کې خپل ماموريت پای ته رسوي.

دغه پرېکړه د اسټراليا حکومت په غوښتنه کېږي، چې په وينا يې له اصلي مهالويش نه يو کال وړاندې د ۲۰۱۳ کال په پای کې خپل ځواکونه له افغانستان باسي.

د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې اسټرالیا وویل، چې سږ کال به له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پيل کړي او د ۲۰۱۳ کال په پای کې به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

اسټرالیا په افغانستان کې نژدې ۱۵۵۰ پوځيان لري، چې ډېری یې په اروزګان ولایت کې مېشت دي.

د اسټرالیا لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارډ هغه مهال دغه اعلان د افغانستان په تړوا د ناټو له هغه کنفرانس نه یومیاشت وړاندې وکړ، چې د امریکا په شیګاکو ګې جوړ شو.

"دغه پرېکړه د اسټراليا حکومت په غوښتنه کېږي، چې په وينا يې له اصلي مهالويش نه يو کال وړاندې د ۲۰۱۳ کال په پای کې خپل ځواکونه له افغانستان باسي."

د دغه اعلان مانا داوه، چې اسټرا لیا له ټاکلې مودې چې ۲۰۱۴ کال ټاکل شوی، یو کال وړاندې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. خو اغلې ګیلارډ هغه مهال وویل افغان ځواکونه به په زغرده د امنیتي مسؤولیتونو پيټي ته چمتو شي.

اغلې ګېلارډ د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې هم د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي وو چې ''افغانستان کې ښه حکومت ولي د راتلونکي نسل اصلي غوښتنه ده، د افغان حکومت او خلکو دنده هم دا ده چې ښه حکومت ولي رامنځ ته شي.''

د استرالیا لومړۍ وزیرې ویلي وو چې کېدای شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان کې استرالیايي پوځيان پاتې شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .