بهرني محصلین د زده کړو لپاره افغانستان ته راځي

Image caption د لوړو زده کړو وزارت په وینا ۴۰ ترکی محصلین افغانستان ته د لوړو زده کړو لپاره راغلي، چې ۲۴ يې نجونې دي.

له څه باندې دریو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره بهرنيو هېوادونو یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو محصلینو د لوړو زده کړو د ترسره کولو لپاره لېوالتیا ښوولې ده.

له دې ټولګې څخه یوهم د ترکيې هېواد دی، چې دری کاله مخکې يي له افغان دولت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به يي په لسګونه ځوانان د پنځو کلونو لپاره په افغانستان کې زده کړې کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید وايي، دغه محصلین، به د شرعیاتو، ساینس، ترکي او انګليسي ژبو برخو کې لوړې زده کړې کوي، خو وايي لومړی کال به د پوهنتون لپاره د چمتووالي په برخه کې زده کړې کوي.

د ښاغلي عبید په وینا د بهرنیو محصلینو زده کړې به وړیا وي، خو د نوموړي په وینا د دغو محصلینو د لیليې لګښت د افغان ترک موسسې لخوا ورکول کېږي.

" د افغانستان په پوهنتونونو کې د بهرنیو محصلینو د لومړۍ ډلې شاملېدل له یوې خوا د دواړو هېوادونو د خپل منځي اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي او بله خوا دغه ګام د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانستان د لوړزده کړو سیستم د کیفیت له پلوه توانېدلی دی، چې د بهرنیو هېوادونو د ځوانانو پام ځان ته ورواړوي او هغه باور، چې د جګړو له کبله يي له لاسه ورکړی و، بېرته ترلاسه کړي"

د لوړو زده کړو وزارت په وینا ۴۰ ترکي محصلین افغانستان ته د لوړو زده کړو لپاره راغلي، چې ۲۴ يې نجونې دي.

دغه وزارت وايي، چې د دې ترڅنګ ځینو نورو هېوادونو هم افغانستان ته د لوړو زده کړو لپاره د خپلو ځوانانو د رالېږلوپه لړ کې لېوالتیا ښوولې ده.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغانستان ته د بهرنیو زده کوونکو د راتللو بهیر په ټپه درېدلی و، خو یوشمېر پاکستاني محصلینو د دغه هېواد په یوشمېر پوهنتونونو کې زده کړې کولې.

ورته مطالب