د " اسیا زړه غونډه" کې لومړیتوبونه په ګوته شول

د خپريدو وخت: 12:06 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

د سيمه ييزو هېوادونو تر څنګ ملګرو ملتونو او نړيوالو مرستندويه ټولنو هم د استانبول د غونډو له بهيره ننګه وکړه.

افغان حکومت او د سيمه ييزو هېوادونو استازو پرېکړه وکړه چې په سيمه ييزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ، د نشه يي توکو د قاچاقو مخنيوي او پلان شويو جرمونو پر وړاندې هلې ځلې د دوى د چارو په لومړيتوبونو کې راځي.

دغه پرېکړه د استانبول د ناستو د لړۍ په پنځمه غونډه کې وشوه چې د اسيا د زړه د سيمه ييزيو همکاريو لپاره د نوې تګلارې په نامه په کابل کې جوړه شوې وه.

په پام کې ده چې د دغې لړۍ بله ناسته په راتلونکې مياشت کې د قزاقستان په پلازمېنه الماتا کې جوړه شي چې ۱۴ غړي هېوادونه به په کې برخه واخلي.

د استانبول د ناستو د بهير په پنځمه غونډه کې چې پلازمېنه کابل يې کوربه و د ٤٥ هېوادونو سيمه ييزو او نړيوالو ټولنو په ګډون جوړه شوې وه د راتلونکې ناستې په اړه يې سره خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د نشه يي توکو د قاچاقو د مخنيوي او نور هغه ګواښونه چې سيمه ييز هېوادونه ورسره مخامخ دي د دغه بهير د چارو په لومړيتوبونو کې راځي:

" له هغو ننگونو سره چې زموږ سيمه مخامخ ده او د الماتا په غونډه کې به هم پرې خبرې وشي ، هغه ترهګري ده چې د يوه ګډ ګواښ په توګه ټولې نړۍ ته مخامخ دى. افغانستان د سيمې د يوه هېواد په توګه دې ته ډېر لومړيتوب ورکوي چې وکړاى شو د دغه ناورين پر وړاندې يوه خوله کېدو ته سره ورسېږو ، بله ننگونه چې زموږ په وړاندې پرته ده هغه د نشه يي توکو نه نيولې بيا پلان شوي جرمونه د دې لامل گرځيدلي چې د سيمې د پرمختيا مخه ونيسي، نو موږ پتېیلې چې د دغو ننگونو پر وړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړو ."

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي تیمور اورازایوف،په ننۍ غونډه کې د استانبول د ناستو بهير ارزښتناک وباله او هغه يې د سيمه ييزو هېوادونو لپاره ستره بېلګه په ګوته کړه، هغه دا رنګه هيله ښکاره کړه چې د دغې لړۍ راتلونکې ناسته چې په الماتا کې جوړيدونکې ده، څرګندې پايلې به له ځانه سره ولري چې په ټوله کې به د سيمې او نړيوالو هېوادونو لپاره د سولې او ټيکاو په کار کې ډېره ګټوره وي.

د سيمه ييزو هېوادونو تر څنګ ملګرو ملتونو او نړيوالو مرستندويه ټولنو هم د استانبول د غونډو له بهيره ننګه وکړه.

"کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مرستيال نيکولاس هيسم په زغرده دا خبره کوله چې ملګري ملتونه د استابول د ناستو ځکه ننګه کوي چې د ده په ټکو دغه بهير په سيمه کې د سولې او ټيکاو په راوستو کې مرسته کوي."

دا رنګه کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مرستيال نيکولاس هيسم په زغرده دا خبره کوله چې ملګري ملتونه د استابول د ناستو ځکه ننګه کوي چې د ده په ټکو دغه بهير په سيمه کې د سولې او ټيکاو په راوستو کې مرسته کوي :

" زه غواړم تاسو ته په کابل کې د ملګرو ملتو د استازي دفتر يوناما له خوا ډاډ درکړم چې ستاسو هڅې کولاى شي په سيمه ييزه کچه د سولې او ټيکاو په چاره کې مرسته وکړي. دا رنګه په اقتصادي پرمختيا کې هم ډيرې اغېزې پرې ايستلاى شي تاسو چې اوس د اسيا په زړه يعنې افغانستان کې سره راټول شوي ياست بيا هم درته ډاډ درکوم چې ملګري ملتونه ستاسو سره په همکارۍ کې ژمن او ستاسو له هڅو ننگه کوي ."

د استانبول د ناستو بهير د ٢٠١١ کال په نومبر مياشت کې د افغانستان او ترکيې په ګډ نوښت پيل شو چې موخه يې د سیمه والو هېوادونو په منځ کې د باور د زياتولو او په پرمختيايي چارو کې د همکاريو غښتلي کول وو.

د افغانستان د ګاونډيو او سيمه ييزو هيوادونو تر څنگ روسيه، هند، سعودي عربستان او عربي متحده امارات هم د استانبول د بهير غړيتوب لري. دا رنګه د امريکا متحده ايالات، برتانيا، د اروپايي ټولنې ځيني غړي هېوادونه او ملګري ملتونه له دغه بهيره ننګه کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .