جلال اباد کې پنځه پولیس او اووه "بریدګر وژل شوي"

Image caption لومړي برید ګر د مرکز په دروازه کې موټر بم چاودنه وکړ.

د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکزي ښار جلال اباد کې د پولیسو د چټک غبرګون پر یوه مرکز نن ( د مارچ ۲۶) ګهیځ شاوخوا پنځه بجې ځانمرګی برید شوی، چې په پایله کې پنځه پولیس افسران وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې یوه ځانمرګي برید ګر د موټر بم چاودنه وکړه او درې تنه نور ودانۍ ته ننوتل، چې وروسته یې یا ځانونو پورې تړلي باروتو ته چاودنه ورکړه او یا هم د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.

درې کسه نور برید ګر ودانۍ ته له ننوتو مخکې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

پېښه ګهیځ وختي شاوخوا پنځه بجې رامنځ ته شوه. د چارواکو په وینا د برید ګرو شمېر اووه تنه وو، چې لومړي هغه یې د مرکز مخې ته په موټر کې ځای پر ځای شوی چاودېدونکی مواد وچاودل.

وسله والو طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې او افغان او بهرنیو ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې، د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، چې د دوی ملګرو په دغه برید کې لسګونه افغان افسران او بهرني روزونکي وژلي خو چارواکو دغه ادعا رد کړې ده.

ورته مطالب