" پنجوايي کې د ولسي کسانو وژونکي نیول شوي "

د خپريدو وخت: 07:38 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

پنجوايي د کندهار په لوېديځ کې یوه نا ارامه ولسوالۍ ده.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي هغه درې کسه وسله وال یې نیولي چې تېره اوونۍ یې دوه ولسي وګړي په دار ځړولي وو.

د پنجوایي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزی وایي چې یوه ورځ مخکې امنیتي ځواکونو د چاڼیزو علملیاتو پرمهال ۷ کسه وسله وال نیولي چې څلور یې جګپوړي قومندانان دي.

ښاغلي اسحاقزي زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه څلور یې پاکستانیان او درې نور یې هغه کسان دې چې اونۍ وړاندې یی دوه کسه ولسي کسان په دار ځړولي وو.

چارواکي وایي چې له نیول شویو کسانو څخه یې یو نوملړ هم ترلاسه کړی چې د کوټې شورا له خوا په دغه ولسوالۍ کې د یوشمېر کسانو د وژل کېدو امر په کې شوی و.

په دغه نوملړ کې د۱۲ کسه قومي مشرانو نومونه هم شته چې په دغه ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی.

د پنجوایي سیمه ییز چارواکي وایي چې له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالۍ که وروسته له هغه عملیات پیل کړي چې سیمې ته یې د یوشمېر بهرنیو وسله والو طالبانو د ورتګ راپورونه ترلاسه کړل.

تر دې دمه وسلوالو طالبانو د دې کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

پنجوايي د کندهار په لوېديځ کې یوه نا ارامه ولسوالۍ ده، چې د دریو کلیو اوسېدونکو یې په دا وروستیو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو پر ضد ولسي پاڅون وکړ .

"پنجوايي د کندهار په لوېديځ کې یوه نا ارامه ولسوالۍ ده، چې د دریو کلیو اوسېدونکو یې په دا وروستیو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو پر ضد ولسي پاڅون وکړ ."

پاڅون کوونکو هغه مهال وویل، چې وسله والو ورسره خورا نادودې کړې او له تېرو څو میاشتو راهیسې د وسله والو له لوري تر ۶۰ زیات خښ کړل شوي ماینونه پر ولسي خلکو چاودلي دي.

د پاڅون کوونکو مشر عبدالودود، چې د پاخه عمر سړی دى وویل، چې د وسله والو مخالفينو په شتون کې نه يوازې دا چې تر ظلمونو او کړاوونو لاندې وو، بلکې هېڅ موسسې او ان دولتي ادارو زړه نه ښه کاوه، چې ورسره مرسته وکړي.

د هغه په وینا، په سیمه کې له تېرو څلورو کلونو راهيسې ښوونځي تړل شوي، روغتيايي کلينک يې سوځول شوى او په ټوله سيمه کې يې يوه لوېشت پوخ سړک نه دى جوړ شوى.

د روان ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ په لومړیو لسو ورځو کې د پنجوایي د څلورو کلیو خلکو وروسته له هغه له خپلو کلیو د وسله والو طالبانو د شړلو هوډ وکړ، چې د دوی په خبره له کړنو یې تر پزې راغلي وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .