افغانستان د اسيايي هېوادونو ډيالوګ سازمان غونډه کې ګډون کوي

د خپريدو وخت: 17:22 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

د افغانستان استازيتوب به د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول کوي.

ټاکل شوې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير درې ورځې وروسته د اسيايي هېوادونو ډيالوګ سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.

دغه غونډه چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړېدونکې ده په پام کې ده چې سر بېره پر افغانستان د ٣١ نورو اسيايي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي په کې ګډون وکړي.

د سازمان موخه د اسيا په کچه د انرژۍ، کرنې، ګرځندويۍ او ځينو نورو برخو کې ځانګړي پروژې پلي کول دي.

افغانستان تېر کال د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.

د اسيايي هېوادونو ډيالوګ د اسيا په کچه د خپلمنځي همکاريو تر ټولو لوى سازمان بلل کېږي چې وايي له ٥٠ اسيايي هېوادونو څخه ٣٢ يې په دغه اډانه کې راټول شوي دي.

د ياد شوي سازمان را روانه غونډه درې ورځې وروسته د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړېدونکې ده.

په پام کې ده چې د افغانستان په ګډون د ٣٢ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي په دغه ناسته کې برخه واخلي.

د افغانستان استازيتوب به د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي د دغه سازمان موخه د اسيايي هېوادونو ترمنځ د اړيکو ټينګول او په ځانګړي ډول د انرژۍ، کرنې، ټکنالوژۍ ګرځندويۍ او ځينو نورو برخو کې اړينې پروژې پلي کول دي.

"د اسيايي همکاريو ډيالوګ سازمان موخې د ټول اسيايي هېوادونو لپاره يو ګډ بنسټ جوړول دي چې خپلمنځي پوهاوى او د انرژۍ، کرنې، ګرځندوى، ټکنالوژۍ ښوونې، او د بې وزلۍ پر وړاندې ځانګړې پروژې په کې راځي. همدا راز داسې بنسټونه جوړول چې په ټوله اسيا کې همکارۍ او اړيکې پياوړې کړي د دغه سازمان له موخو څخه دي."

د اسيايي هېوادونو ډيالوګ سازمان تېره غونډه تېر ميلادي کال په کوېټ کې جوړه شوې وه، چې د غړو هېوادونو ولسمشرانو په کې ګډون کړى و.

د افغانستان په استازيتوب هم ولسمشر حامد کرزى ورغلى و چې هېواد يې په کې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.

ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړې وه چې د سولې راوستلو هڅې او د پرمختيايي تلګوري په ترڅ کې پرتې ننګونې څېړل او لرې کول هم د دغه سازمان د کلنيو غونډو د اجنډا برخې وګرځوي.

د کوېټ امير شيخ صباح الاحمد الجابر الصباح په تېره غونډه کې يو نوښت هم کړى و او هغه دا چې د سازمان هغو هېوادونو لپاره يې د يوۀ وجهي صندوق جوړېدو وړانديز وکړ چې لږ پرمختللي دي، چې په پيل کې يې خپله دغه صندوق ته ٣٠٠ ميلونه ډالر واچول.

خو يو شمېر کارپوهان دغه سازمان سمبوليک بولي او وايي د اسيايي هېوادونو د پرمختګ په برخه کې يې جوت څه نه دي کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .