په طالب دفتر کیري او کرزي خبرې وکړې

Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان د مدني ټولنو له یو شمېر غړو او د ښځو حقونو له فعالانو سره هم لیده کاته او خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن سه شنبه د مارچ ۲۶مه بيا هم ولسمشر کرزي سره غونډه درلوده. د ولسمشر کرزي دفتر وايي د نن خبرې تر ډېره له طالبانو سره د سولې پر بحث او د سیمې پر موضوعاتو راټولې وې.

ولسمشر کرزي تېر ماښام هم د خبري غونډې پر مهال دغو موضوعاتو ته اشاره کړې وه.

ولسمشر کرزي وویل "د سولې د بهیر په اړه هم پوره خبرې وشوې، افغانستان د طالبانو لپاره د دفتر له جوړېدو سره موافقه کړې ده. او انشاالله څو ورځې وروسته به زه قطر ته سفر وکړم او په دې اړه به له قطري چارواکو سره خبرې وکړم. موږ د سیمې په اړه هم خبرې وکړې، افغانستان له سیمې سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی. د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه هم مفصلې خبرې وشوې. افغانستان له امریکا سره د نژدې او نیکو اړیکو غوښتونکی دی".

په وروستیو کې د افغانستان او امریکا تر منځ اړیکې ترینګلې شوې وې، خو ظاهرأ افغان حکومت ته د بګرام زندان واک سپارل او له میدان وردګو ولایت د ځانګړو ځواکونو ایستلو ته تیاري ښودلو تر یوه حده د کابل غصه سړه کړې ده.

د ولسمشر کرزي د تېرې ورځې تر خبري غونډې وروسته زیاتره کارپوهانو او لویدیځو خبري رسنیو ویلي چې دواړو خواوو غوښتل د کابل او واشنګټن اړیکې ټینګې او نه ماتېدونکي وښيي.

Image caption جان کیري د امریکا یو له هغو سیاستوالو دی چې د افغانانو تر منځ یې خپل نفوذ ساتلی دی.

جان کیري د امریکا یو له هغو سیاستوالو دی چې د افغانانو تر منځ یې خپل نفوذ ساتلی دی.

هغه په خپلو مخکنیو سفرونو کې هم پر حکومتي چارواکو سربېره د افغانستان له سیاسي مشرانو، د مدني ټولنو له غړو سره اړیکې نیولې، هغه چاره چې دا ځل یې هم ترسره کړه.

ښاغلي کیري د ښځو حقونو له یو شمېر فعالانو، مدني ټولنو او یو شمېر مخورو سره د امریکا په سفارت کې خبرې وکړې.

له دغو فعالانو سره د ښاغلي کیري د خبرو زیاتره جزییات لا نه دي په ډاګه شوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تېرې ورځې په خبري غونډې کې وویل چې افغانستان به یواځې نه برېږدي او له یوه ځواکمن افغانستان به ملاتړ کوي.

ښاغلي کیري وویل د افغانستان د خاورې بشپړتیا ته درناوی کوي او اجازه به ورنه کړي چې د القاعدې شبکه او طالبانو ډلې دغه ژمنې کمزورې کړي.

ورته مطالب