لوګر کې ګډو عملیاتو ''طالبان'' او 'ولسي وګړي'' وژلي

Image caption په دغو پوځي عملیاتو کې د مرګ ژوبلې په اړه د چارواکو لخوا په ورکړل شویو شمېرو کې توپير دی.

په لوګر کې ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له بهرنیو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې يي له ۲۰ ډېر وسله وال طالبان وژلي او همدومره نور يې ټپیان کړي دي.

دغه عملیات له تېرو دوو ورځو راهیسې د لوګر د برکي برک ولسوالی په سجاونډ کلي کې ترسره شوي دي.

خو د لوګر ولایت د ولایتي شورا رييس بیا وايي، چې په دغو عملیاتو کې پنځه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې د برکي برک ولسوالۍ د سجاونډ په کلي کې له بهرنیو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې يې ۲۳ طالبان وژلي او ۲۳ نور يي ټپیان کړي دي.

د دغه ولايت د امنيت امر رييس خان صادق په وینا دغه عمليات يې له هغه وروسته پيل کړل چې وسله والو طالبانو دوه افغان سرتېري له ځانه سره بوتلل او غوښتل يې ويې وژني.

دی وايي په دغو پوځي عملیاتو کې يې له ۴۰ زيات شکمن کسان هم نیولي، چې پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

په دغو پوځي عملیاتو کې د مرګ ژوبلې په اړه د چارواکو لخوا په ورکړل شویو شمېرو کې توپير دی.

د لوګر د ولایتي شورا مشر ډاکټر عبدالولي وکیل بیا وايي، په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ پنځه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

طالبان منلې چې په دغه جګړه کې د دوی ۱۲ کسان وژل شوي، خو وايي افغان او بهرنيو ځواکونو ته يي هم مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته مطالب