کندوز کې د ازبکستان د سخت دریځو یو مشر نیول شوی

Image caption د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي چې تورن کس تر نيولو مخکې د افغان ملي پوځ د يو شمېر سرتېرو د وژنې پلان جوړاوۀ.

افغانستان کې مېشت سوله ساتي ايساف ځواکونه وايي چې په شمالي ولايت کندوز کې يې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ مشرنيولى دى.

ايساف ويلي ، نيول شوي کس د وسله والو بريدونو د سمبالښت او د سړک غاړې په بم اېښودنو کې ښکېل و. د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي چې تورن کس تر نيولو مخکې د افغان ملي پوځ د يو شمېر سرتېرو د وژنې پلان جوړاوۀ.

داد تېرو لسو ورځو په ترڅ کې دا ازبکستان د اسلامي غورځنګ دريم غړى دی، چې د افغانستان په شمال کې نيول کيږي. ايساف وايي، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دغه مهم مشر يې کندوز کې له افغان ځواکونو سره د ګډو عملياتو په ترڅ کې نيولى دى.

ايساف د نيول شوي کس بشپړ هويت او د نيول کېدو کره سيمه نه ده په ګوته کړې، خو انګېرنه يې داده چې نوموړي تر نيول کېدو مخکې په کندوز ولايت کې د افغانستان د ملي پوځ د سرتېرو د وژلو پلان جوړاوۀ.

لس ورځې مخکې يو بل تن چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او القاعدې غړى بلل شوى و، د افغان او بهرنيو ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې د کندوز په اما م صاحب ولسوالۍ کې نيول شوی و او تر دې مخکې د ياد شوي غورځنګ يو بل غړى بيا د ورته عملياتو په پايله کې په بل شمالي ولايت جوزجان کې نيول شوى و.

سيمه یيز چارواکي وايي چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ګڼ شمېر غړي د افغانستان په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسله وال فعاليتونه تر سره کوي.

ورته مطالب