د رایو ۴ ميلیونه نوي کارتونه وېشل کېږي

Image caption دا کارتونه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې نوي ١٨ کلن شوي او يا اوس له ګډوالۍ نه خپل هېواد ته ستانۀ شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون وايي په ټول افغانستان کې د رایو شاوخوا څلور ميلیونه نوي کارتونه وېشي.

دا کارتونه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې نوي ١٨ کلن شوي او يا اوس له ګډوالۍ نه خپل هېواد ته ستانۀ شوي دي.

همدا راز هغو کسانو ته هم نوي کارتونه ورکول کېږي چې خپل کارتونه يې ورک کړي او يا يې هم ټاکنيزه حوزه بدله شوې ده.

په پام کې وه چې د رایو د کارتونو د وېش لړۍ د روان لمريز کال له غوايي مياشتې څخه پيل شوې واى.

خو د ټاکنو خپلواک کميسیون وايي د خلکو د پوهاوي او په اړونده برخه کې د درغيلو د مخنيوي په موخه يې دا بهير د نژدې دوو مياشتو لپاره وځنډاوه.

د ټاکنو د خپلواک کميسیون وياند نور محمد نور بي بي سي ته وويل چې د نوي پلان له مخې به له غبرګولي جوزا مياشتې څخه په ټول افغانستان کې نژدې څلور ميلیونه وګړو ته د رایې اچونې شاوخوا څلور ميلیونه نوي کارتونه ووېشي.

له شته امنيتي اندېښنو سره سره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون هيله من دى چې په ټول افغانستان کې به د کارتونو ورکولو لړۍ په ښه توګه تر سره کړي.

ياد شوي کميسیون مخکې د ٢٠١٤ ميلادي کال د ټاکنو په اړه ويلي وو، هلته چې امنيت نشته د رايو صندقونه به هم نه اېښودل کېږي.

نژدې يوه مياشت مخکې ياد شوي کميسیون د رایې اچونې د نژې ٧٠٠٠ مرکزونو نوملړ د ارزونو په موخه د دغه هېواد امنيتي ارګانونو ته وسپارۀ.

له امنيتي ځواکونو غوښتل شوي وو چې له دغې ټولګې څخه د کوم شمېر ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي کولاى شي.

د ټاکنو د کميسیون د وينا پر بنسټ د ولسمشرۍ را روانې ټاکنې به د روان ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې پر ١٣ نېټه تر سره شي، يانې څه باندې يو کال وروسته.

ورته مطالب