افغان چارواکي: د نشه يي توکيو ضد هڅو کمښت اندېښمن کړي

Image caption افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د نشه یې توکو ستر تولیدوونکی هېواد دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي تېر لمريز کال یې د نشه یې توکو له درې زرو زیات قاچاقچيان او نژدې پنځه ټنه نشه توکي یې نيولي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي په نیول شویو کسانو کې چې ډېر يې ستر قاچاقچيان دي ۱۰ تنه دولتي کارکوونکي هم په کې شامل دي.

د افغان کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال د نړیوالو د مرستو د کمښت له امله اندیښمن دی او وايي دا کار به په ځانګړي ډول له ۲۰۱۴ کال وروسته د دوی د مبارزې چارې ټکنۍ کړي.

د افغان کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې مرستيال لوی پاسوال باز محمد احمدي وايي د ۱۳۹۰ لمریز کال په پرتله په تېر کال کې د نشه یې توکو پروړاندې مبارزې برخه کې د دوی لاسته راوړنې زیاتې وې.

د ښاغلي احمدي په وینا په تېرکال کې د نشه یې توکو نيولو برخه کې ۹۲ سلنه او د نشه یې توکو قاچاقچيانو د نیولو برخه کې ۱۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

"په ۱۳۹۱ کال کې ۳۲۸۰ عملیات ترسره شوي، په همدې کال کې۴۶۹ ټنه نشه یې توکي، هیروین، تریاک ، مورفین او چرس نیول شوي، ا و په همدې کال کې ۳۰۲۶ کسان نیول شوي د نیول شويو کسانو ډېر يې د هېواد په کچه ستر قاچاقچيان وو."

ښاغلی احمد وايي په نیولو شویو کسانو کې لس تنه دولتي کارکوونکي او ۱۹ تنه بهرنیان دي چې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او انګلستان تابعیت لري.

د افغان کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې وزارت مرستیال وايي د نشه یې توکو کښت، تولید او قاچاق په افغانستان له ترهګریزو فعاليتونو سره مخامخ تړاو لري، خو نوموړی په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو له امله اندېښمن دي.

"په خواشینۍ سره باید ووایم ګورو چې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې برخې ته پاملرنه کمه شوې، او داسې اندېښنې شته چې کېدی شي له ۲۰۱۴ کال وروسته دا مرستې کمې شي.

د افغانستان نورې امنیتي او کشفي ادارې، دفاع وزارت او پولیس خپلو دندو ته ورګرځي له همدې مهاله د افغانستان دفاع وزارت وايي د نشه یې توکو په له منځه وړلو کې برخه نه اخلي."

ښاغلي احمدي وايي دوی بايد په خپلو کارونو کې خپلواک اوسي او د اغېزناکو عملیاتو لپاره پراخو امکاناتو او د ظرفیت لوړولو ته اړتیا لري.

په افغانستان او سیمه کې د جرمونو او نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې (UNODC) مشر جان لیمایو وايی د تېرو کلونو لاسته راوړنو ساتنه کې دې نړیواله ټولنه خپل رول ولوبوي.

"ډېره اندیښنه لرو چې سږ به درېیم پرله پسې کال وي چې کېدی شي د تریاکو تولید زیات شي، یعنې هغه کارونه چې په تېر نژدې کې ترسره شوي له لاسه ورکول کېږي او د دې معنی داده چې تور اقتصاد به په افغانستان کې وده وکړي."

افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د نشه یې توکو ستر تولیدوونکی هېواد دی. د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د تولیدېدونکو نشه یې توکو ۹۰ سلنه برخه له څلورو ناامنو سویلي لوېدیځوولایتونو تر لاسه کېږي.