د افغان پوځيانو سفر لغوه کولو پاکستان نهیلی کړ

Image caption په پام کې وه چې ۱۱ افغان افسران د پاکستان سټاف کالج تمریناتو کې برخه واخلي.

پاکستان وایي چې د افغان حکومت له خوا پاکستان ته د پوځي افسرانو د سفر د لغوه کولوپه پرېکړه نهیلی شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې په پام کې وه چې د افغانستان د ملي اردو د لوړپوړو افسرانو یوه یوولس کسیزه ډله د پاکستان د اردو په بلنه په یوه حربي مشق او قرارګاهي تمرینونو کې د ګډون په موخه د کوټې په ستاف کالج کې ګډون وکړي.

خو دغه سفر به د پاکستاني راکټي بریدونو له کبله چې د ډیورنډ له کرښې هاخوا د دوشنبې او سې شنبې په ورځو (د وري ۵ او ۶) د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو باندې شوي دي، ترسره نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې کابل ''یوې کوچنې او ځایي پېښې ته لوړغبرګون څرګند کړی دی''.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزازاحمد چوهدري خبري رسنیو ته وویل چې د افغان حکومت په پرېکړه نهیلی شوی دی.

ویاند وویل، چې د افغانستان د دفاع د وزارت له خوا یې هېڅ رسمي پیغام نه دېی ترلاسه کړی او یوازې د رسنیو له لارې یې د سفر د لغوه کولو په اړه اورېدلي دي.

توپخانه

د پاکستاني ویاند په خبره، په ''سرحد څه معامله رامنځ ته شوې وه چې ورته پاکستان ورته ځواب ورکړای شو او وروسته حالات کنټرول شول او توپخانه استعمال شوې نه وه''.

هغه وویل چې پېښه دومره غټه نه وه لکه په ریاستي کچه چې ورته عکس العمل وښودل شو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې یو وار بیا د فشارلاندې راغلې او د افغانستان د باندنیو چارومرستیال وزیر جاوید لودین وویل چې بې له پاکستان هم د سولې پروسه پرمخ بیولی شي.

ښاغلي لودین رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له طالبانو سره د سولې د بهیر د تعقیبولو لپاره د طالبانوهغو جګپوړو مشرانو ته هیله لري چې د بګرام زندان د سپارلو پرمهال د افغانستان دولت ته وسپارل شول.

طالبانو د ښاغلي لودین څرګندونو ته په جواب کې وویل چې د سیاسې اهدافو لپاره د بندیانو استعمال به لوی جنایت وي.

Image caption ښاغلي لودین رویټرز خبري اژانس ته وویل چې له طالبانو سره د سولې د بهیر د تعقیبولو لپاره د طالبانوهغو جګپوړو مشرانو ته هیله لري چې د بګرام زندان د سپارلو پرمهال د افغانستان دولت ته وسپارل شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې بندیان د هېچا استازیتوب نه شي کولای.

هغه وویل چې ازادي د طالب بندیانو حق دی.

تېره میاشت د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو غونډه هم د اختلافاتو له امله لغوه شوه.

دغه راز د افغانستان حکومت وايي، چې د سولې په بهیر کې د پاکستان له بي تفاوتي په تنګ شوی او له دې وروسته به د اسلام اباد له مرستې پرته له طالبانو سره د سولې بهیر پرمخ بیايي.

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې وروسته له هغه ښې شوې چې په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانیا مشرانو درې اړخیزه غونډه وکړه.

ورته مطالب